د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له لبنانی ورځ پاڼې الانتقاد یې نقلوی چې عيسې قاسم وويل چې زه د خدای د اسلام دين تبليغ كوم په هغه ډول چې خدای یې غوښتنه كړې ده نه هغه شان چې ال خليفه یې غواړی. بله خوا المينارټيليويژنی چينل راپوروركړ د بحرين الوفاق غورځنګ نن په يوې اعلامیې كې د بحرين يوه دينی عالم شيخ عيسی قاسم ته دغه هيواد ديكتاتوری رژيم د عدلیې د وزير خالدبن علی ال خليفه په ګواښونكی ليك په نيوكوسره وويل په شيخ عيسی قاسم هر ډول تيری د بحرين په درست ولس تيری دی اوكه د آل خليفه رژيم دهغه په خلاف كوم اقدام وكړی نو ډيرې بدې نتيجې به ئې هم ووينی.
دا په داسې حال كې دی چې د بحرين د بيلابيلو سيمو اوښآرونوخلكو پرون هم د شيخ عيسی قاسم پشمول د دغه هيواد د دينی شخصيتونو په ضد د ديكتاتوری رژيم دباونه ډيرمحكم كړی او په دې باب ئې د سختو پايلو ګواښ كړی دی
850263