IQNA

نن په اكثرو اسلامی هيوادونو كښې كوچنی اختر ولمانځل شو

20:08 - August 30, 2011
د خبر لمبر: 2179624
ټؤلنيزه ډله: په داسې حال كښې چې د څوارلسو عربو هيوادونو په شمول اكثرو اسلامی هيوادونو نن كوچنی اختر اعلان كړ په سعودی عربستان، عراق او بحرين كښې شيعه مسلمانانو سبا اختر ورځ اعلان كړی ده.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په داسې حال كښې چې د سعودی عربستان حكومت نن ورځ كوچنی اختر اعلان كړی دی د دغه هيواد شيعه مسلمانانو ته اړونده التوافق خبری سایټ وليكل دعربستان د شيعه ميشته سيمې القطيف سيمې د شرعی مياشتې ليدو شورا وويل نن به د روژې د مباركې مياشتې اخری ورځ وی او په دې اساس سبا كوچنی ا ختر دی.
دا په داسې حال كښې دی چې په بحرين او عراق كښې هم يوازې اهل سنتو نن كوچنی اختر ولمانځه او د دغو دوو هيوادونو شيعه مسلمانان له ايران اسلامی جمهوريت سره يوځاې سبا كوچنی اختر لمانځی.
په افغانستان كښې هم اكثرو خلكو نن كوچنی اختر لمانځلی او مونږ په دې اړه تاسو ټولو ګرانو كتوونكو په تيره بيا ټولو مسلمانانو ته د زړه له كومې مباركی وايوو.
852258
captcha