د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران خارجه و زير علی اكبر صالحی نن له ايرنا خبری اژانس سره په مركه كښې په دې خبرې سر ه چې سوريه په مينځنی ختیځ كښې د مقاومت په لومړۍ جبهۍ كښې ده او ناټو نشی كولای سوریې ته د حملې ګواښ وركړی وويل كه چيرې ناټو په سوریې حمله وكړی نو په داسې جبۍ كښې به وغورځیږی چې هیڅ كله به ترې ونه وځی.
د ايران خارجه وزير په سيمه كښې د مقاوت په چورليز د اغيز شيندلو لپاره د سوریې پرضد د ناټو د ګواښونو په باره كښې د سوریې خلك مقاومت كوونكی وبلل او زياته یې كړه د لويدیځ ګواښونه به د سوریې د خلكو په ارادې هیڅ اغيز ونكړی.
د ايران خارجه وزير د ايران په ګاونډيانو هيوادونو كښې د لويدیځو هيوادونو تاوتريخجن اقدامات ناكارنده وبلل او ویې ويل كه چيرې لويدیځ وغواړی په سيمه كښې همدغه لاره تعقيب كړی هیڅ نتيجه به ترلاسه نكړی .
د ايران خارجه وزير دليبيا دانقلابيانو دبرياليتوب او دمعمر قذلافی دديكتاتور رژيم دنسكوريدا په باره كښې وويل دليبياخلك خبر دی او اجازه نه ور كوی دامريكا ددوې انقلاب مصادره كړی .
852259