IQNA

سيد احمد خاتمی: د اسلامی هيوادونو مبارازان دې واحده او صالحه رهبری ولری

20:09 - August 30, 2011
د خبر لمبر: 2179629
سياسی او ټولنيزۀ ډله: د ايران د رهبرۍ د خبرګانو د شورا غړی او د تهران د جمعې لمانځه موقتی امام آيت ا... سيد احمد خاتمی بیګا په تهران كې د اسلامی ویښتيا په باب په لومړنی سيميناركې د خلكو د اعتقادی بنسټونو پر پياوړتيا د اسلامی هيوادونو د انقلابيانو د هڅې په ضرورت په ټينګار سره وويل په اسلامی هيوادونو كې د مبارزې مشران بايد له ستړيا پرته د ديكتاتورانو د نسكورولو لپاره خپلو مبارزو ته دوام وركړی،
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه د پخوانيو رژيمونو د پاتې تالی څټو د خوځښتونو په مقابل كې د انقلابيانو د هوښيارۍ او ځيرتيا په ضرورت ټينګار وكړ او وې ويل د مصر ولس تر هغه وخته چې د هغوی په هيواد كې د مبارك رژيم پاتې كسان شتون ولری ، له خپل انقلابه ډاډمن نشی ځكه چې د هغوی نرم جنګ ډير پراخ دی
هغه دغه راز زياته كړه د مصر او ليبيا انقلابونه نسبتا ساحل ته رسيدلی دی او بايد ځير ووسی يوه شيبه هم له خپلو اصولو لټی ونه كړی.
آيت ا.. احمد خاتمی دې خبرې ته په اشارې سره چې د مسلمانانو وحدت د اسلام د دين او د قرآن د واكمنۍ مهم اصول دی ، د قرآن د هغه آيت په استناد سره چې پكې د اسلام د نور پراختيا او اسلامی ویښتيا ته اشاره شوې ده وويل اسلامی ویښتيا داسې نور دی چې بيا نه خاموشیږی او انشاءا.... د ديكتاتورانو د جرړو تر وچيدو پورې به پرمخ لاړ شی.
852250
captcha