IQNA

20:23 - August 31, 2011
د خبر لمبر: 2179798

د اسلامی ملګرتياو تنظيم مشر مسلمانانو ته د كوچنی اختر مباركی وويله

نړيواله ډله: د اسلامی ملګرتياوو تنظيم مشر ښاغلی اكمل الدين احسان اوغلو د ميلادی مياشت اګست په اته ويشتمه نیټه د يك شنبه په ورځ يو بيان په صادرولو سره دنړۍ ټولو مسلمانانو ته د كوچنی اختر مباركې وويله.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «OIC» یې نقلوی چې د اسلامی ملګرتياوو تنظيم مشر ښاغلی اكمل الدين احسان اوغلو وويل چې د روژی مباركه مياشت مسلمانانو لپاره د تزكيه نفس او روح مياشت ده كه څه هم ځينې كسان دا وخت د اختر د لمانځلو لپاره تياری كوی خو په نړۍ كې ډير مسلمانانو په ډيرې سختۍ سره ژوند تيروی.
د اسلامی ملګرتياوو تنظيم مشر ښاغلی اكمل الدين احسان اوغلو زياته كړه چې د ليبيا خلك د خپل هيواد د حالاتو سمولو لپاره په سخت كوښښ كې لګيا دی او په صوماليه كې او ځينې نورو افريقایې هيوادونو كې خلك د وچكالې په سختيو كې راګير دی او د ژوند د لومړيو څيزونو لكه اوبه او خوراك څخه محروم دی.
851828
captcha