د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بحرين سياسی فعال او د منامې د جمعی امام ښاغلی شيخ عيسی قاسم ټينګار وكړ انقلابيانو ته د بحرين د باچا، لومړی وزير، كورنيو چارو وزير او د عدلیې وزير خبرداری د دې ښودنه كوی چې ال خليفه رژيم د بحرين د كړكيچ د حل كولو لپاره د خبرواترو تر سره كيدل نه غواړی.
هغه د سياسی فعالانو لپاره د ظالمانه حكمونو په صادريدا دخلكو غوسې ته په اشارې سره وويل خلك به په داسې شرايطو كښې مظاهرو ته دوام وركړی او دغه مظاهرې نورې هم پراخیږی .
په بحرين كښې ال خليفه رژيم دامريكا او انګلستان په اجازې او د سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو او اردن دپوځيانو په غير قانونی لاسوهنې سره دخلكو وژل ،ژوبلول اونيول پيل كړی او تراوسه یې په لسګونو جوماتونه هم ړنګ كړی او هلته یې قران مجيدونه سوزولی .
د بحرين خلك دديكتاتور باچا له قدرت څخه دليرې كيدا او دازادو او شفافو انتخاباتو دترسره كيدا غوښتنه كوی .
بل خبر داچې دفوټبال نړيوال فیډريشن دبحرين دفټبال ددوو لوبغاړو دزندانی كولو په باره كښې دال خليفه رژيم مقاماتو ته خبرداری وركړ .
د فټبال نړيوال فیډريشن دبحرين دفوټبال فیډريشن ته په ليك كښې غوښتی دی چې دواكمن رژيم پرضد مظاهرو كښې د ګډون په تور ددغه هيواد دورزش ددوو مهمو شخصيتونو علا حبيل او محمد حبيل دنيولو په باره كښې توضيح وركړی.
853416