IQNA

18:38 - September 07, 2011
د خبر لمبر: 2183360

د سپاه پاسدارانو په يو لړعملياتو كې د پژاك مرستيال قوماندان ووژل شو

سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك له خوا په كردستان سيمې كې د پژاك ترهه ګرې ډلګۍ سره د مقابلې كې په يو لړ مځكنيو عملياتو كې د دغې ډلګې دوهم لمبر قوماندان مجيد كاويانی چې په سمكو سرهلدان مشهور ؤ د سپاه پاسدارانو د تيرې شنبې ورځې په عملياتو كې وژل شوی دی

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپا نيوز یې نقلوی چې د پژاك ترهه ګرې ډلګۍ سره د مقابلې كې په يو لړ مځكنيو عملياتو كې د دغې ډلګې دوهم لمبر قوماندان مجيد كاويانی چې په سمكو سرهلدان مشهور ؤ د سپاه پاسدارانو د تيرې شنبې ورځې په عملياتو كې وژل شوی دی
مجيد كاويانی د بانه ولسوالۍ اوسيدونكی ؤ او په ۱۹۹۹ كال كې له ترهه ګرو سره يو ځای شو او په ۲۰۰۳ كال كې د پی كې كې پّه وسيله دپژاك په نامه دترهه ګرې ډلګې له جوړيدا وروسته په دغې ډلګۍ كې شامل شو او ترهه ګرو او جنايتكارو اقداماتو ته ئې دوام وركړ .
سمكو د پژاك ترهه ګرې ډلګۍ د عمومی قوماندان جانشين ؤ خو بلاخره هم خپل انجام ته ورسيد.
د پژاك ترهه ګرې ډلګۍ هم دغه خبر تائيد كړی دی
856659
captcha