IQNA

18:36 - September 07, 2011
د خبر لمبر: 2183362

د بقيع هديرې د زيارتونو ورانولو كليزه؛ د سعودی وهابيانو په مخ توره نخښه ده

نړيواله ډله: نن د اتم شوال نیټه د هغې پیښې يادونه كوی چې درې كم نوی كلونه مخكښې د مدينی سپیڅلی هديره جنت البقيع (چې پكښې معصؤم امامانو مزارونه دی) زيارتونه یې له مينځه وړی وو او د امامانو زيارتونه یې ړنګ كړی وو.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د عربستان يوه شناندی له العالم ټيليوژنی چينل سره په خبرو كې د دغه هيواد په سپیڅلو ښارونو كې د اسلامی ميراث د تباه كولو لپآره د آل سعود رژيم د پلانونو په باب په خبرداری سره وويل د عربستان حكومت د سپیڅلو ځايونو د پراختيا په نامه د پروژو په پوښښ كې د مكې او مدينې سپیڅلو ښارونو كې د اسلامی اثارو په له مينځه وړلو پسې دی.
د عربستان دغه شناندی په مكې اومدينې كې د اسلامی سپیڅلو آثارو بيا په تيره د بقيع هديرې د تباه كيدا په وړاندې د عربی اواسلامی هيوادونوپه چپتياپه نيوكوسره زياته كړه همدا اوس د مسجد الحرام د پراختيا د پروژې په پوښښ كې دغه سپیڅلی مقام د تباه كيدا په درشل كې ورغلی دی او كه اسلامی نړۍ ویښه نشی نو په دغه هيواد كې به په راتلونكی كې د اسلامی سپیڅلتياؤ نښه نښانه هم ونه وينی.
د لبنان د اسلامی دعوت د پوهنځی مشرشيخ عبدالناصرالجبری هم له العالم ټيليوژنی چينل سره په خبرو كې وويل د حرمينو د پراختيا د پروژو په پوښښ كې د مكې او مدينې اسلامی آثار تباه شوی دی.
856555
captcha