IQNA

مهمانپرست: د ناټو توغندويی سيسټم د سيمې له ثبات او آمنيت سره كومه مرسته نه كوی

16:38 - September 08, 2011
د خبر لمبر: 2183623
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزار ت ويندويی رامين مهمان پرست وويل هر هغه اقدام د نړيوال آمنيت او نړيوالې ټولنې په تاوان دی چې په نړۍ او سيمه كې وسله والې سيالۍ راپيدا او نړيواله فضا هم پوځی وګرځوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، مهمان پرست په تركيه كې د ناټو د توغندويی سيسټم لګولو ته په اشارې سره وويل د ايران اسلامی جمهوريت د خپلو اصولی سياستونو په لړ كې چې بې وسلې كيدا او له پوځی رودومخنيوی دی ټينګار كوی په تركيه كې د ناټو د توغندويی سيسټم د ډال لګول د سيمې او حتی د كوربه هيواد له سولې او ثبات سره هم كومه مرسته نه كوی .
ښاغلی مهمان پرست جوته كړه د دغې موضوع مخينه ددې ښودنه كوی د ناټو دغه توغندويی سيسټم د امريكا د هغه شكمنې پروژې دوام دی چې له ډيری مودی راهيسې په ختیځه اروپا كې تعقيبیږی او واشنګټن د ناټو تر پوښښ لاندی د هغې په عملی كولو او په سيمه كې ددغه سيسټم د لګولو لپاره د غلطو ادرسونو په وركولو سره غواړی هماغه سياست تعقيب كړی ، چې د ساړه جنګ په وخت یې تعقيباوه او هڅه كوی له دې لارې خپلو استكباری سياستونو ته دوام وركړی او د سيمې آمنيتی عوامل په خپله خوښه بدل كړی.
د ايران د خارجه وزارت ويندويی مهمان پرست زياته كړه اسلامی ايران باوری دی په سيمه كې د ناټو شتون پياوړتيا خپله د نا امنيو د پراختيا يو علت دی چې دلويدیځ د سلطې اود استعماری سياستونو له دوام پرته بله پايله نلری او په همدې دليل له خپلو ګاونډيو او دوستو هيوادونو تمه لری زيات هوښياری واوسی او د سيمې آمنيتی ملاحظاتو ته پام وكړی او تاوتريخجنو سياستونو د دوام لپاره زمينی برابری نكړی چې ډيری پيچلی پايلې به ولری .
856415
captcha