IQNA

يورپی اتحادیې په ذوالنورين جومات باندې حـملې كوونكو د نيولو غوښتنه وكړه

10:01 - September 09, 2011
د خبر لمبر: 2183783
نړيواله ډله: په پورپی اتحادیې كې د بهرنی سياست مشر كاترين اشټون په يوه بيان كې د اوردن د سين غاړې ته په نابلس كې ذوالنورين جومات باندې حـملې كوونكو دنيولو غوښتنه وكړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له إطلاع رسولو مركز «lexpressiondz» یې نقلوی چې په پورپی اتحادیې كې د بهرنی سياست مشر كاترين اشټون د يهودی ښاريزو لخوا په ذوالنورين جومات باندې د حملې په غندلو سره دا كار یې د دينونو ا ازادۍ اوانسانی حقوقو خلاف ورزی وګاڼه.
هغه زياته كړه چې دې توكم پالونكی اقدام عوامل دې زر تر زره ونيول شی او هغو دې محكمی ته وړاندې كړۍ شی. ځكه چې دا كارونه ډير سپك كارونه دی.
856294
captcha