د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، لمونځ كوونكو د بحرين د ولس په ملاتړ او د آل خليفه او آل سعود د رژيمونو د جنايتونو او ظلمونو او د هغوی په لاس د مظلومو خلكو د وژلو په خلاف په لاريون كې په اتحاد او يووالی سره د الله اكبر او د اتحاد، د بحرين د مسلمان ولس د مظلوميت او حقانيت او د سيمې د هيوادونو د ولسی انقلابونو د ملاتړ او هم دا راز د استكبار او صهونيسټی لابيو په خلاف سخت شعارونه وركړل.
مظاهره چيانو د پلې كارډونو په اوچتولو سره چې د سيمې په هيوادونو كې د اسلامی ویښتيا او مقاومت د ملاتړ او دغه راز د ځينو اسلامی هيوادونو د ظالمو واكمنانو او د استكبار د مشرانود محكوميت شعارونه پرې ليكل شوی وو، په بحرين كې ئې د آل خليفه او آل سعود په جنايتونو او د سيمې د ملتونو د سوله ايزو پاڅونونو د ځپلو لپاره په لښكركشيو او هر ډول پوځی تيريو خپله سخته غوسه او كركه نندارې ته وړاندې كړه.
د عربستان پوځی ځواك د آل خليفه په غوښتنې او په بحرين كې د ولسی اعتراضونو د څپو له پراختيا سره سره بحرين ته ورغلی څو د بحرين د آل خليفه ديكتاتوری رژيم د ساتلو او د دغه هيواد د ولس په ځپلو كې ورسره مرسته وكړی چې د سيمې او نړيوالو سياسی او رسنئ ټولنو سخت اعتراضونه او غبرګونونه ئې راپارولی دی
وروستی راپورونه ښئ چې په بحرين كې هم د ديكتاتوری نظام په خلاف نن هم سترې مظاهرې شوی چې د آل خليفه رژيم د مامورانو په لاسوهنو سره تاؤتريخجنې هم شوی دی.
857358