IQNA

په نجف اشرف كې د قران د قومی سوی لومړنۍ مقابله السفير تر سره شوه

16:57 - September 10, 2011
د خبر لمبر: 2184544
نړيواله ډله: د امام علی عليه السلام په مزار نجف اشرف كې د السفير په نوم د قران پاك د قرائت او د حفظ لومړنی قومی مقابله تر سره شوه.
د عراق د ناصريه ښار د دارالقران مشر ښاغلی رعد عدنان الناصری د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په مركې كې وويل چې دا مقابلې د قران شريف د حفظ او قرائت په برخو كې له شپږم ستمبره تر يوولسم ستمبر پورې دوام لری.
هغه زياته كړه چې دا مقابلې د السفير كلتوری او دينی فيسټيوال په ترڅ كې تر سره كیږی.
الناصری جوته كړه چې په دې مقابلو كې د بغداد، نجف اشرف كربلا ، حله او د ديوانيه ديارلس معروف قاريان ګډون كوی.
د ويلو ده چې په دې مقابلو كې ګټوونكو ته انعامونه وركولی شی.
857350
captcha