د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له الدستور ورځ پاڼې یې نقلوی چې د صهيونيسټ رژيم چارواكو ددې پېښې د خطرناك بللو ترڅنګ، داكار د مصر او اسراييلو اړيكو ته سخت ټكان بللی دی.
د صهيونيسټ رژيم لومړی وزير، بنيامين نتانياهو هم په خپلو خبرو كې چې د مصر د وروستيو بدلونونو له امله له ويرې او ا ندېښنې ډكې وې، په عربی نړۍ كې د صهيونيسټ رژيم پرضد د ولسی اعتراضونو د پراخېدو څپې ته په اشارې سره اعتراف وكړ، چې منځنی ختیځ له ډېرې سترې او بې مخينې زلزلې سره مخ دی او تل ابيب بايد راتلونكی ته پام وكړی.
د صهيونيسټ رژيم لومړی وزير، همدارنګه له مصر سره د اړيكو په ساتلو او له تركیې سره د تاوتريخوالی پر كمولو ټينګار وكړ.
شك نه شته، هغه څه چې په مصر كې رامنځ ته شول، د جنايتونو او تېريو پر وړاندې د هغه ملت د غوسې چيغه وه چې صهيونيسټ رژيم د هغوی پر فلسطينی وروڼو او خوندو پر وړاندې رواكړی دی.
د مصر خلكو په قاهره كې د صهيونيسټ رژيم تر سفارت چاپېر ديوال د ورانولو په بهير كې چېغې وهلې، نن دا ديوال ورانوو او سبا هم په نيواكی فلسطين كې حايل ديوال ورانوو.
دا يو شعار نه دی، بلكې د هغه ملت د هوډ نښه ده چې داځل غواړی د اسراييلو د جعلی رژيم پرضد جدی حركت كړی .
په ځانګړې توګه دا چې سيمه ييز شرايط داسې دی چې صهيونيسټ رژيم تر بل هر وخت ډېر په وېره كې دی.
د صهيونيسټ رژيم پر ضد احساسات همدااوس په عربی نړۍ كې په ټولو عربی هېوادونو كې مخ پر زياتېدو دی.
تر دې زيات صهيونيسټ رژيم دننه هم له جدی كړكيچ سره مخ دی.
له يوې خوا په نيواكی فلسطين كې د خپلو خلكو پر وړاندې د صهيونيسټ رژيم توپيری سياستونو پر ضد اعتراضونه هره ورځ لا جدی بڼه خپلوی او له بلې خوا ټاكل شوې ده چې په روانه مياشت كې په ملګرو ملتونو كې د خپلواك فلسطينی هېواد جوړيدل مطرح شی.
تر اوسه پورې د نړۍ ډېرو هېوادونو د خپلواك فلسطينی دولت له جوړيدو ملاتړ كړی دی.
هغه موضوع چې د صهيونيسټ رژيم د چارواكو لپاره ويرونكی خوب پاتې شوی دی.
په داډول شرايطو كې په مصر كې د صهيونيسټ رژيم پر سفارت بريد، هغه هم په داسې هېواد كې چې په سيمه كې د اسراييلو پراختيا غواړو سياستونو په چوكاټ كې له درې لسيزې ډېر حركت كاوه، د صهيونيسټ رژيم لپاره يو بل ټكان دی.
روښانه خبره داده چې په اوسنی وخت كې، د منځنی ختیځ په عربی هېوادونو كې نوی وضعيت رامنځ ته شوی دی چې د سيمې په اړه د امريكا او صهيونيسټ رژيم له پخوانيو معادلو سره ډېر توپير لری.
نتانياهو نوی وضعيت يوه بې مخينې زلزله بللې ده.
حقيقت هم همداسې دی.
كه څه هم چې د سيمه ډېری عربی هېوادونوته چې د صهيونيسټ رژيم له شتون وروسته یې له دې رژيم سره ښكاره او پټې اړيكې درلودلې دی، خو د اسلامی ویښتيا څپې ته په پام سره، چې په سيمه ييزه كچه رامنځ ته شوې ده، شك نه شته چې ددې هېوادونو مشران هم پرته له دې بله چاره نه لری چې له صهيونيسټ رژيم څخه واټن ونيسی او دا كار به اسراييل په سيمه كې په ګوښيتوب كې راولی.
د ډېری سياسی كارپوهانو په باور، په قاهره كې د صهيونيسټ رژيم د جاسوسۍ ځالې نيول چې له مصر څخه د شپې مهال ددې رژيم د سفير او كار كوونكو د تېښتې لامل شو، ددې پيغام ښودنه كوی چې صهيونيسټ رژيم به نور په خپلو دوستو عربی هېوادونو كې ځای ونه لری دا له شك پرته د صهيونيسټ رژيم لپاره تر ټولو بد پيغام دی چې په سيمه كې د عربی پسرلی له پيلېدو مخكې، په لويدیځ پورې پيلو عربی مشرانو ځانګړی حساب پرانيستی و.
858634