IQNA

په كابل او طرابلس كې په امريكې سفارت خانې بريدونه شوی دی

19:04 - September 13, 2011
د خبر لمبر: 2186818
نړيواله ډله: د رارسيدلو خبرونو له مخې په كابل ښار د شهيد عبدالحق په څلور لاری پوری په اړوندو ساحو كې د امريكې په سفارت خانی بريدونه روان دی او د پوليسو او د وسله والو كسانو ترمنځ نښتې پيل شوی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د رارسيدلو خبرونو له مخې د كابل ښار د عبدالحق په څلور لاری پوری په اړوندو ساحو كې د پوليسو او د وسله والو كسانو ترمنځ نښتې پيل شوی دی.
د عينی شاهدانو د څرګندونو له مخې يو شمير وسله والو كسانو د مكوريانو د تيلو د ټانك په وړاندې د ازادی مطبعو ته څيرمه يوه نيمكاره ودانۍ كې ځاى نيولی دی او په ډزو یې لاس پوری كړی دی.
تراوسه پوری امنيتی مقاماتو په دې اړوند نظر نه دى څرګند كړی.
د عينی شاهدانو د څرګندونو له مخې تراوسه پوری د دوو چاودنو غږونه اوريدل شوی دی
وروستی راپورنه وایې طالبانو د دې بريد ذمه په غاړه اخستی ده
بل خوا په طرابلس كې هم نن د ليبيا انقلابيانو په امريكې سفارت بريد كړی دی او ډيره وړانی یې پكښې جوړه كړې ده د دې خبر تفصيل به بيا ذكر كوو.
860323
captcha