IQNA

لاريجانی: د هيوادونو امنيت او اقتدار به په ولسی ملاتړ سره تامين شی

19:03 - September 13, 2011
د خبر لمبر: 2186819
سياسی ډله: زمونږ خبريال راپورراكړ د ايران د مجلس شورا اسلامی مشر ښاغلی لاريجانی نن په مينځنی ختیځ په هيوادونو كې وروستيو بدلونونو اواسلامی ویښتيا ته په اشارې سره زياته كړه اسلامی ايران د سيمې د هيوادونو په كورنيو چارو كې د بهرنيواو پرديو هيوادونو پر نه لاسوهنې ټينګاركوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی لاريجانی وويل لويدځی هيوادونه هغه فضا جوړونه چې ترسره كوی ئې د صهونيسټ رژيم د امنيت د تامينولو او د خپلو ګټو د ساتلو په خاطردی.
دوی د ليبيا په څير په يوې موضوع كې پوځی چلند پخپلې ايجنډا كې راولی او بې شميره بې ګناه خلك وژنی او د يمن او بحرين په څير په هيوادونو كې د خلكو غوښتنې هيروی او داسې رودې تعقيبوی چې په هغو كې د خلكو غوښتنو ته پآم نه كیږی.
علی لاريجانی د لويدځو هيوادونو د دوه ګوڼوچلندونو په غندلو سره زياته كړه د سيمې د امنيت او ثبات ساتل به د سيمې د هيوادونو په ملګرتيا سره تامين شی او نور به پكې هیڅكله د لاسوهنې فرصت ونه لری كه د سيمې هيوادونه مخلص وی او غواړی د سيمې امنيت او ثبات ټينګ شی.
د ايران د پارليمان مشر د سيمې ټولوهيوادونو ته سپارښتنه وكړه چې په سيمې كې د امريكائی او صهونيسټی دسيسو په باب دې هوښيار او ځير ووسی او اجازه ورنكړی د هغو هيوادونو په بې ثباتۍ سره چې له صهونيسټی رژيم سره د مبارزې په لومړنۍ كرښې كې دی د امريكا او اسرائيلو ګټې تامين شی
859819
captcha