د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی علی اكبر ولايتی وويل د سيمې خلك بايد هغه پيچلی عوامل وپيژنی چې غواړی ددوئ انقلابونه له اصلی لاری وغړوی او د هغو كسانو په څپو د سپريدو مخه ونيسی چې ظاهری شكلونه یې بدل كړی دی .
نوموړی په قاهری كې د صهيونست غاصب رژيم په سفارت د مصر د انقلابی ولس د حملې او ددغه سفارت دنيولو په اړه وويل د نړۍ د مسلمانانو تمه داده چې صهيونستان په يوه اسلامی هيواد كې هم سفارت ونلری ، ځكه دا د قدس دنيواك په رسميت پيژندل دی .
د اسلامی ویښتيا د نړيوال كنفرانس مشر وويل د سيمې انقلابونو د ايران له اسلامی انقلاب څخه سرچينه اخيستی ځكه دغه انقلاب تل د مسلمانانو هڅوب دی . ولايتی د امام موسی صدر د دوسی تعقيبول د ددغه كنفرانس يوه مهمه موضوع وبلله او ویې ويل امام موسی صدر د اسلامی ویښتيا دغورځنګ يو مخكښ ؤ .
هغه وويل په تهران كې د اسلامی ویښتيا د كنفرانس هدف د اسلامی ویښتيا په اړه د اسلامی نړۍ د پوهانو د نظر تبادله ده .
د اسلامی ویښتيا لومړنی كنفرانس د روانی ميلادی مياشتی سپتامبر په ۱۷ او ۱۸ په تهران كې د ايران د اسلامی جمهوريت د ر اډيو او تلويزيون په تالار كې ترسره كیږی
860284