IQNA

د طالبانو ويندوی: په كابل كې په امريكې سفارت او خوا شاته بريدونو درانه تاوانونه كړی دی

13:25 - September 14, 2011
د خبر لمبر: 2187309
نړيواله ډله: طالبانو په خپله خبر پاڼّه كې اعلان وكړ چې تير ماسپښين ۱ بجه او پنځلس دقيقې د كابل د صحت عامې څلور لارې ته نيزدې د ګڼ شمير فدايی طالبانو لخوا چې په درنو اوسپكو وسلو (راكیټ لانچرو، كلاشينكوفونو) سمبال وه په سېمه كې د آيساف په عمومی قومندانۍ، د امريكا په سفارت، د كابل د ادارې په استخباراتی لوی رياست اوپه عسكری كلوپ هم مهاله فدایې بريدونه ترسره كړل او بهرنيو او كورنيوعسكروته ېې درنه مرګ ژوبله واړوله
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له تهران ریډيو یې نقلوی چې د طالبانو ويندوی ذبيح الله مجاهد وويل درۍ ځلې امنيتې كسانو په هغه ودانۍ چې بريدونه ترې پيل شوی سخت بريد او هجوم ورووړ خو له درنې مرګ ژوبلې ګاللو وروسته درنې ماتې او شاتګ ته اړمن شول، د مجاهد په وينا د ماسپښين په ۳ بجو د كابل ښار په دهمزنګ، كوټه سنګی او نو ی سړك بی بی مهرو په سيمو كې د ۲۰۲شمشاد ساحوی امنيتې زون، د چټك غبرګون د قطعې او هم د عامه نظم قطعې په كاروانونو چې غوښتل يی د مقابلې لپاره د صحت عامې څلور لارې په طرف راشی جلا جلا ځانمرګی بريدونه وشول چې له امله يی په لسهاوو داخلی عسكر او پوليس ووژل شول او ټپيان شول اوهم يی روان كارونونه له شاتګ سره مخ شول
د مجاهد په وينا مازدیګر۶ بجې يو هغه بهرنی ټانك چې په فدايی مجاهدينو يی پيرونه كول د سړك په مينځ كې د فدايانو لخوا په راكیټ وويشتل شو او اور ېې واخيست او په بشپړ ډول وسوزيد،
مجاهد زياته كړه په دې بريد سره دبهرنيو او كورنيو پوځيانو په ټولوهغو ادعاوو چې وايی دوی مجاهدين كمزوری كړې د بطلان كرښه راكاږل شوه.
او ښايی د بهرنيو عسكرو او كابل ادارې مشران دا بريدونه د لاچارۍ او معكوس قضاوت له امله بيا هم بزدلانه وبولی خو دې بريدونو ،نه يواځې دا چې د هغوی عسكرو ته ېې درنه مرګ ژوبله واړوله بلكې ډير ېې له خپلو دندو هم پښيمانه كړل
مجاهد په كابل كې د بشر حقوقو اداره هم د لويدیځ د لاس آله وبلله او زياته ېې كړه دې ادارې خپله يواړخيزه څيره وښوده خو نادرنادری ته زموږ پیِغام دادئ چې دوی بايد ډير پخوا ديرغلګرو په هغو بشر ضد كړنو نيوكې كړې وای چې دالس كاله يی زموږ دهيواد په هركلی او كوركې په دوامداره بڼه جاری ساتلی دی، هلته هم بشر اوسیږی اوهلته هم انسانان له دولتی تروريزم سره لاس اوګريوان دی عام خلك دشپې اورځې د وحشی بمباريو او چاپوله امله خپل ځانونه اوخپلوان له لاسه وركوی .
ديو شمير نورو راپورونو له مخې يو شمير توغندی د امريكا په سفارت كې لګيدلی خود مرګ ژوبلې په اړه ېې كوم راپور نه دئ تر لاسه شوئ .
860368
captcha