د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د امريكې په سفارت خانی باندې د طإلبانو په حملی كې د ايران د سپوږميز چينلې العالم او پرس ټی وی دفترونه هم ډزو سره ولګيدل خو څوك پكښې ژوبل نشو
هم دا راز تيره ورځ د بريدونو پر مهال د ايران اسلامی جمهوريت د پريس ټی وی تلويزونی شبكې په ودانۍ كې هم يو راكټ ولګيد چې څو تنه ېې ټپيان كړل خو ذبيح الله مجاهد له تهران راديو سره په تماس كې وويل چې پريس ټی وی هیڅكله هم زموږ موخه نه ده .
په همدې حال كې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايی، چې د كابل ښار په عبدالحق څلورلارې كې چاڼيز عمليات د شپږو بريد كوونكو په وژل كېدو سره نن سهار اته نيمې بجې په بريا پاى ته ورسېدل.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق وويل، چې سيمه د امنيتی ځواكونو تر كنټرول لاندې ده.
نوموړی وويل، چې سيمه په بشپړه توګه پاكه شوې او اوس د امنيتی ځواكونو تر كنټرول لاندې ده او وضعيت خپل عادی حالت ته راګرځېدلى دى.
صديقی د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه وويل، چې تر اوسه د مرګ ژوبلې كره شمېره نه ده معلومه او كره جزئيات به یې وروسته اعلان شی.
هغه له خلكو هم وغوښتل، څو خپل ورځنی ژوند ته دې بيرته له كومې ستونزې دوام وركړی.
دا په داسی حال كی دی چې د افغانستان خارجه وزارت د دغه نښتې مرګ ژوبله ۱۱ تنه اعلان كړی، خو د ناټو ويندوی وايی د شپږو بهرنيو عسكرو په شمول ۲۵ كسان پكې ژوبل شوی دی چې دری یې امريكايان دی.
860388