د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له معاريو ورځ پاڼې یې نقلوی چې د اردن خلك هم د مصريانو په څير په امان كې د اسرائيلو د سفارت د بندولو، د صهونيسټ رژيم د سفير د ويستلو او له دغه رژيم سره د اړيكو د بشپړغوڅولوغوښتنه كوی. او دې سره اسراييل په سخت اندیښنی كې ده
په اردن كې له صهونيزم سره د مبارزې غورځنګ او هم دا راز د اردن د اسلامی عمل غورځنګ چې د دغه هيواد په پارليمان كې غړی هم لر ی، د مصری ځوانانو په وسيله د صهونيسټ رژيم د سفارت د نيولو په باب د مصر او نورو عربی او اسلامی ملتونوته مباركی ويلې ده.
د صهونيسټ رژيم خارجه وزارت خپلو ښآريزو ته اردن ته د سفر په اړه خبرداری وركړی دی. په قاهرې كې د صهونيسټ رژيم د سفارت له نيولو د اردن د خلكو او ګوندونو ملاتړ په داسې حال كې كیږی چې اردن په ۱۹۹۴ كال كې د ؛ وادی عربه ؛ په نامه له صهونيسټ رژيم سره د سولې تړون لاسليك كړ.
اردن له مصر وروسته دوهم عربی هيواد دی چې له صهونيسټی نيواكګرو سره ئې رسمی او ډيپلوماټيكې اړيكې ټينګې كړی دی.
اردن له مصر او د كيمپ ډيویډ شرمونكی تړون وروسته د مينځنی ختیځ دسولې په تش په نامه سازبازكې له صهونيسټ رژيم سره دروغې جوړې دخبرو اترو په لاره روان شو او له دې وروسته ئې په اردن كې دصهونيسټ رژيم دسفارت له پرانيستوسره دخپلوخلكوپه صهونيسټ ضداحساساتوسترګې پټې كړې اودهغوی غيرت ئې داغی كړ . داردن كابوشپيته فی صده نفوس فلسطينيان دی چې په ۱۹۴۸ كال كې دفلسطين له نيواكه وروسته اردن ته كډوال او اوس اردنی ښآريز شوی دی . پردې سربيره لكونونورفلسطينيان هم د ۱۹۶۸ كال په جون كې په جنګ كې دصهونيسټ رژيم له جنګ غوښتنې وروسته له قدس اوداردن سين له لودیځې غاړې كډوال شول اوداردن په كيمپونوكې ديره شول.
له دې امله اردن په عربی هيوادونو كې د پراختيا اوجنګ غوښتنو له امله له ټولو زيات تاوانونه زغملی دی اواوس ئې خلك دسيمې په تيره بيادمبارك ديكتاتوردنسكوريدا اودكيمپ ډيویډتړون له دړې وړې كيداپسې د صهونيسټ رژيم -اردن د سولې دتړون د لغوه كولو اودغه راز په امان كې د اسرائيلود سفارت دتړلوغوښتنه كوی.
امريكا په ۱۹۹۰ لسيزې كې ډيره هڅه وكړه څو د مينځنی خيتځ د سولې د خبرو اترو سره صهونيسټ رژيم په مينځنی ختیځ كې له سياسی، ټولنيز او اقتصادی منزوی كيدا وباسی، حال دا چې اوس نه يوازې ددغې انزواكړۍ لاپسې تنګه شوې ده بلكې اوس صهونيسټ رژيم په داخل كې هم د موجوديت له شخړې سره مخامخ شوی دی.
په دغه ډول شرائطو كې د اردن او صهونيسټ رژيم داړيكوله عادی كولوسره د مبارزې لوړې كمیټې، ولسی غورځنګونو او صنفی ټولنو او ګوندونو د اردن له عامو خلكوغوښتی دی په امان كې د اسرائيلو د سفارت د بندولو لپاره دې د ستمبر په پنځلسمه واټونو ته ووځی او د ميليونی مظاهرو په جوړولو سره دې په يوه خوله دې
د اردن د واكوالانو په تالی څټيتوب دې له خپلې خوا اعتراضونه نندارې ته وړاندې كړی او له بلې خوا د صهونيسټ رژيم د سفارت په تباه كولو او له دغه رژيم سره د اړيكو په غوڅولو كې دې لومړنی ګام پورته كړی او اسراييل یې په ډير اندیښنی كې اچولی دی
860707