IQNA

ايت الله خامنه ای: په اسلامی نړۍ كې پاڅونونه د اسلام د واكمنۍ او د ستر بدلون پيلامه ده

14:26 - September 14, 2011
د خبر لمبر: 2187363
سياسی او ټؤلنيزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای ټينګار وكړ په اسلامی نړۍ كې وروستی ستر اسلامی پاڅونونه د اسلام د واكمنۍ او ستر بدلون پيلامه ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای بیګا د اهل بيت (ع) د نړيوالې ټولنې په غونډه كې له ګډون كوونكو عالمانو ، پوهانو او روڼ اندو او په بيلا بيلو هيوادونو كې د ايران د اسلامی جمهوريت له كلتوری سلاكارانو سره په كتنه كې د اسلامی امت او اهل تشيع په وړاندې ګواښونو او د اهل بيت (ع) د پيروان د ظرفيتونو په بيانولو سره وفرمايل د اهل بيت (ع) د پيروانو دریځ له اسلامی حركتونو ملاتړ دی.
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای وفرمايل نن سبا د اسلامی هيوادونو ځوانان خپلو هيلو او اميدونو ته د رسيدو لپاره د مادی مكتوبونو په ځای اسلامی تعاليمو ته متوجه شوی دی او دغه وياړ د ايران د ملت د حركت په بركت سره ترلاسه شوی دی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د مصر، تونس، ليبيا، بحرين او يمن په شمول هيوادونو كې اسلامی حركتونه الهی لورينه وبلله او زياته یې كړه زمونږ دریځ له دغو حركتونو ملاتړ او د هغوئ پياوړتيا ده او هيله من يم دغه اسلامی حركتونه د اصلی دښمنانو يعنی صهيونستانو او امريكا د سلطې د بشپړه ختميدو لامل شی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای ټينګار وكړ ټينګار وكړ ددغو امتيازونو او ظرفيتونو څخه بايد ساتنه وشی ، څو ورته ګواښ پیښ نه شی او كوم تاوان ونه رسیږی چې يو زيان یې د بيلا بيلو اسلامی مذهبونو په تيره بيا د شيعه او سنی تر مينځ اختلاف دی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای په دې په ټينګار سره چې دشيعه او سنی تر مينځ اختلاف په نړيوالو سياسی انګيزوسره اچول كیږی زياته كړه د استكبارۍ نړۍ له اسلامه د خلكو د ويرولو تر څنګ له شيعه مسلمانانو د نورو د ويرولو سياست هم په ځانګړې ډول تعقيبوی چې ددغو هڅو په وړاندې بايد ښه هوښيار او ځير واوسو .
د رهبرۍ ستر مقام د بشر ننيو اړتياوو او نويو پوښتنو ته په ځواب ويلو كې د مادی مكاتبو ماتې ته په اشارې سره وفرمايل د اهل بيت (ع) د معارفو په شمول دينی معارف بايد د ورځی له اړتياوو سره سم مسلمانانو او غير اسلامی ټولنو ته وركړل شی .
هغوئ د اسلامی امت په وحدت د اهل بيت (ع) د پيروانو ټينګ هوډ ته په اشارې سره ټينګار وكړ د اسلامی امت په تيره بيا د شيعه ؤ نيكمرغې د اسلامی امت په اتحاد كې ده .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای په پای كې ټينګار وكړ په اسلامی نړۍ كې اوسنې بدلونونه د روښانه راتلونكې زيری وركوی چې نښې یې له ورايه ښكاریږی .
859954
captcha