د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن د چهار شنبه په ورځ د ميلادی مياشتی ستمبر په څوارلسمی نیټی په تهران كې د اهل بيت (ع) د نړيوالې ټولنې پنځمه غونډه پای ته ورسيده او يوه بيانيه یې صادره كړه
په دغه بيانيه كې د لويدیځ لخوا د جوړو شويو ترهه ګرو ډلګيو په وسيله د عراق او افغانستان د بې ګناه خلكو وژله هم غندل شوی او د نړۍ له آزادې غواړو او د بشری حقوقو له ارګانونو غوښتل شوی دی په هره ممكنه بڼه د سيمې د ولسونو د وينو د توييدنو مخه ونيسی.
همدارز په دغه بيانيه كې له اسلامی مقاومت او د لبنان له حزب الله هم ملاتړ شوی دی او حزب الله غورځنګ د نړيوال استكبار د زوروينو په مقابل كې مقاومت او له صهيونست غاصب رژيم سره د مبارزې لومړۍ ليكه بلل شوی دی.
په تهران كې د اهل بيت (ع) د نړيوالې ټولنې د پنځمې غونډی په پاييزه بيانيه كې د سوماليا له قحطی ځپلو خلكو سره د نړيوالې ټولنې په زياتو مرستو، د مركزی آسيا په هيوادونو كې د دينی آزاديو په اړتيا ؤ د مسلمانانو په حقوقو ټينګار شوی او په اذربايجان جمهوريت كې د مسلمانانو لپاره د محدوديتونو په لګولو نيوكې شوی دی.
په دې بيانېی كې په سيمه كې اسلامی ویښتيا څپو د ايران له اسلامی انقلابه سرچينه اخستی ده.
861249