IQNA

په پيرس كې د " محمد(ص) نړيوالو لپاره رحمت" په موضوع نړيوال كانفرنس

15:45 - September 16, 2011
د خبر لمبر: 2187866
نړيواله ډله: د " محمد(ص) نړيوالو لپاره رحمت" په موضوع نړيوال كانفرنس سږ ميلادی كال د دسمبر په دری ويشتمی او پينځه ويشتمی نیټی د فرانس په پلازمينی پيرس كې تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې «salon-monde-musulman»، یې نقلوی چې دا كانفرنس د فرانس د ااسلامی تنظيمونو د اتحادیې لخوا د ټولې دنيا څخه د مسلمانو شخصيتونو په ګډون سره تر سره كیږی په دې كانفرنس كې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم سيرت او د هغه حضرت شخصيت په متعلق خصوصی ناستې هم تر سره كیږی.
د ددې نړيوال سيمينار د انتظام كوونكو له يورپ ټولو مسلمان او غير مسلمان ښاريزو خواست كړی دی چې هغو په دې كانفرنس كې ګډون وكړی ان تر دې چې هغوی د اسلام او حضرت رسول اكرم صلی الله عليه واله وسلم د شخصيت څخه په حقيقی توګه اشنا شی.
860097
captcha