IQNA

احمدی نژاد: تيریګرو حكومتونو د ځان د پاتې كولو لپاره صهونيسټ رژيم رامينځته كړ

15:45 - September 16, 2011
د خبر لمبر: 2188030
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد نن دادربيل په بيله سوار او ګرمی ولسواليو كې د لسګونو زره خلكو په ټول كې زياته كړه تيریګرو حكومتونو كه څه هم هڅه كوی ځان لوی وښئ ، خو لكه چې كارونه ئې د بشريت په خلاف دی د له مينځه تلو په حال كې دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد وويل استعمارګراستبدادی هيوادونه له كلونو راهسیې هڅه كوی خپل حكومتونه تل پاتې كړی او د هم دې موخې لپاره ئې صهونيسټ رژيم په سيمې كې رامنځته كړ خو د ملتونو د ویښتيا په بركت سره به دغه تش خيال ګور ته له ځان سره يوسی.
ډاكټر احمدی نژآد روښانه كړه لويدیځی هيوادونه دومره كمزوری شوی دی چې ډير زر به یې دنيا له سپيره وجوده پاكه شی.
د اسلامی ايران ولسمشر هم دا راز د ايران جوړول د ملتونو په زړونو كې د انسانيت د پراختيا او په نړۍ كې د توحيد او عدالت د اډاڼيو پياوړی كول وبلل او روښانه ئې كړه د ايران درست سياستونه په نړۍ كې د عدالت او انصاف پراختيا اود مادی نظامونو په ځای د حقيقی اسلام عدالت غواړی نظام راوستل دی
861598
captcha