د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ځمكين پوځ مشر وويل چې دغه تجهيزات د قوماندان لپاره ضروری آوزار برابر وی چې يو قوماندان ورته اړتيا لری په دغو تجهيزاتو كې چمتوانسانی ځواك، مځكنی، او د آب و هوا شرايط او نور زيات اطلاعات سملاسی معلوموی او قوماندان ته ئې وركوی
د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ دهوائی ځواك د اطلاعاتو او ارتباطاتو د ټيكنالوجۍ ( فاوا) مرستيال سردار علی رضا جواد نيا د دې خبرې په كولوسره چې نوموړی تجهيزات په بشپړ ډول ځای دی هيله وښودله په راتلونكو مانورو كې د دغو تجهيزاتو په بشپړولواو سيسټماټيك كولو سره دغه ټول سيسټم په بشپړ ډول افتتاح شی.
هغه وويل دغه خوځنده كنټرولونكی اود قوماندې تجهيزات د فدايان حريم ولايت ۳ په نامه مانورې كې ځآی پرځای شوی اودهيواد په بيلابيلوسيمو كې ترې داستفادې زمينه برابره شوې ده .
861597