د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب سيد احمد خاتمی د سيمې د ديكتاتورانو نسكوريدل د اسلامی ویښتيا بركت وباله او ویې ويل اسلامی ویښتيا په سيمه كې د امريكايی ضد روحيی د پياوړتيا لامل شوی ده .
هغه وويل د مصر د انقلابی ولس لخوا په قاهره كې د صهيونست رژيم د سفارت فتح كول او له قاهری ددغه رژيم د سفير په شمول د ۱۷ كسانو تیښته او په بدلو جامو كې په اردن كې د صهيونست غاصب رژيم د سفير تیښته ددغه رژيم لپاره ستر شرم دی .
نوموړی د مصر او اردن د خلكو دغه اقدام د نړۍ د پتياليو لپار پيغام وباله څو د امريكا او د دغه هيواد د تالی څټی او هراړخيزه ملاتړ برخور رژيم په وړاندې راپاڅی او د استكبار پرضد نړيواله مبارزه پيل كړی .
خاتمی وويل انقلابيانو ددې په اعلانولوسره چې حركت یې اسلامی دی او د اسلامی ولسوالكۍ په واكمنولو پسې دی امريكا ډارولی او لړزولی ده هيله وښوده اسلامی ویښتا د ديكتاتورانو تر بشپړ نسكورولو پورې دوام ولری.
861599