IQNA

12:10 - September 17, 2011
د خبر لمبر: 2188399

د اسلامی ویښتيا لومړنی نړيوال كانفرنس د ايت الله خامنه ای په شتون شورو شو

سياسی ډله: د اسلامی ویښتيا لومړنی نړيوال كانفرنس څو منټه مخكښې د ايران د ټيلی ويژن په ستر هال كې د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی ايت الله خامنه ای په شتون سره شورو شو

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ویښتيا لومړنی نړيوال كانفرنس د اسلامی نړۍ د اتيا هيوادونو له ۶۰۰ د زياتو متفكرانو او څلور سوه كورنيو متفكرانو په ګډون او د ايت الله خامنه ای په شتون سره شوور شو
دا په داسې حإل كې د څو ورځې وړاندې هم ستر لارښود په اسلامی وحدت ټينګار كړی ؤ او ويلی یې وو
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای داهل بيتو عليه السلام دنړيوالې ټولنې په پينځمې عمومی غونډې كښې له ګډون كونكو علماو، سياسی شخصيتونو او روڼ اندو سره په كتنې كښې وفرمايل دسلطې نظام په اوسنی وخت كښې له اسلام څخه دخلكو دويرولو دكار له دودولو سره په څنګ كښې له شيعه مسلمانانو دخلكو ويرولو سياست ته هم مخه كړی ده .
د خپلو څرګندونو په يوې برخې كښې دايران داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای اشاره د ايران ملت او ټاټوبی ته ده .
هغه وويل چې د دنيا اكثره هيوادونو له دوهم نړيوال جنګ وروسته يا د لويدیځ قدرت په سلطې كښې وو يا د ختیځ قدرت يعنی د شوروی قدرت په سلطې او كنټرول كښې وو.
د ختیځ او لويدیځ دواړو بلاكونو په خپل ټول سياسی، اقتصادی او تبليغاتی توان سره هڅه كوله نور ملتونه په تيره بيا ددر يمې نړۍ هيوادونه ځان ته جلب كړی .
د ايران ملت هم له دغه كار مستثنی نه وو خو د نړۍ دخلكو په حيرانتيا سره دايران خلكو دامام خمينی ره په مشرۍ دريمه لاره انتخاب كړه او په ايران كښې یې داسلام او قران داصولو پراساس لومړنی حكومت جوړ كړ .
په ايران كښې داسلامی انقلاب برياليتوب دايران دمسلمانو ځوانانو دسرشيندنې او زړوتيا نتيجه وه .
دايران اسلامی انقلاب دغه حقيقت ښكاره كړ چې دكميونيزم او ليبراليزم مادی مكتبونه دځوان نسل غوښتنو او مسايلو ته دځواب دوركولو وس نلری او داسلام تعليمات دبشر دتفكر دجوړو مكتبونو د نا انكار وړ متبادل دی .
د ايران داسلامی جمهوريت نظام او انقلاب په څه دپاسه ديرش كاله وخت كښې دامريكا په مشرۍ دسلطې دنظام له سختو اقتصادی ، سياسی، اقتصادی او تبليغاتی حملو سره مخامخ وو او دی .
دغه يرغل د ايران داسلامی انقلاب دژوند په څلورمه لسيزه كښې هم هماغه راز دوام لری خود امريكا او لويدیځ دغه يرغل دايران مسلمان ملت دودې په بهير كښې كوم خنډ نه دی رامينځته بلكې دسيمې مسلمان ملتونه يو بل پسې په الهی باورونواو ارزښتونو تكیې سره ميدان ته راوتلی دی او دخپلواكۍ او ازادۍ لپاره جنګیږی .
مصر ، تيونس ، ليبيا ، يمن او بحرين لويدیځ ته داړونده ديكتاتورو حكومتونو دنسكوريدا لپاره دعمومی پاڅون او د اسلامی ویښتيا ښكاره نښې دی او د ايران اسلامی جمهوريت هماغه ر از د عربو هيوادونو د انقلابونو ملاتړ كوی.
861858
captcha