د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن په تهران كې د اسلامی ویښتيا په لومړی نړيوال كنفرانس كې د ګډون كوونكو سلګونو عالمانو ، پوهانو ، روڼ اندو او متفكرانو په ټول كې وفرمايل هغه څه چې مونږ یې دلته راټول كړی يو اسلامی ویښتيا ده ، يا په بله وينا هغه بدلون دی چې په اسلامی امت كې راپيدا شوی او اوس د سيمې د ملتونو په مينځ كې ستر بدلون ګرځيدلی دی چې د نړيوالو او سيمه ايزو شيطانانو یې هیڅ اټكل هم نه كاوه .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ملی كرامت ،اوعزت بيرته ترلاسه كول ، د اسلام د بيرغ رپيدل ، د اروپا او امريكا د نفوذ او سلطې په وړاندې مقاومت او د صهيونستی جعلی حكومت او غاصب رژيم سره مبارزه د سيمې د انقلابونو حقيقت وباله چې د امريكا ، لويدیځ او صهيونيزم نه خوښیږی او هغوئ خپلی ټولی هڅې كاروی څو ترې انكار وكړی، خو حقيقت په انكار سره نه بدلیږی .
861859