د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم اطلاع رسولو مركزیې نقلوی چې ښاغلی اشرف قره بوللی پرون مازیګر له العالم ټيلی ويژن سره په مركه كښې په دې خبرې سره چې د ليبيا ملت د ايران داسلامی انقلاب د ستر لارښود له نظرونو او په تهران كښې د اسلامی ویښتيا په نړيوال كانفرنس كښې د هغه حضرت له څرګندونو سره يو شان نظر لری ويل په ليبيا كښې د لويدیځو هيوادونو لاسوهنې سبب شوی چې د ليبيا د ډيرو خلكو وينې توې شی.
هغه د اسلامی ویښتيا او د مسلمانو علماو د شتون تراغيز لاندې د ليبيا د انقلاب په برياليتوبونو كښې د ليبيا د انقلابی ځوانانو د رول په اهميت ټينګار وكړ او وويل لويدیځ هيوادونه په بيلابيلو دسيسو سره هڅه كوی دغه پاڅون د عربو سپرلی وبولی چې هغه له اسلام او اسلامی بيدارۍ سره بیګانه وښيی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود پرون په تهران كښې د اسلامی بيدارۍ په لومړنی نړيوال كانفرنس كښې په يوې ډيرې مهمې وينا كښې د سيمې انقلابی ملتونو ته په وينا كښې ټينګار وكړ په امريكا او ناټو اعتماد ونكړئ، تل په ميدان كښې ووسئ او په ډير حساسيت سره خپل اصليتونه وساتئ.
862680