د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، زمونږ خبريال وايی په دغه كميسيون كښې مطرح شوی چورليزی بحثونه د ظالمونو حكومتونو په نسكوريدا او د اسلامی عادلانه نظام په ټينګيدا ټينګار وو.
په دغه كميسيون كښې دغه راز د ملی خپلواكۍ د تامين ، د پرديو له شتون سره د مقابلې او، د فلسطين او قدس شريف د ازادۍ، د فلسطين د خلكو د حقوقو د پوره كيدا، له اسلامی انقلابونو د انحرافی بهيرونو د بيلولو او د اسلامی هيوادونو ترمينځ د اتحاد د پياوړتيا پرضرورت ټينګار وشو.
په تهران كښې د اسلامی ویښتيا د هدفونو د كميسيون په غونډې كښې ګډون كونكو پرون مازیګر د اسلامی ویښتيا د راتلونكی لپاره د ستراتژيك پروګرام د برابرولو، له دسيسو سره د مقابلې، د اسلامی هيوادونو د ښاريزو او خلكو د حقوقو د رعايتولو، له ټولنې د فتنې د ختمولو او له قومی تعصباتو دليرې كيدا پرضرورت ټينګار وكړ .
په دغه كميسيون كښې يوه مطرح شوی غوښتنه په منظم ډول او هركال داسلامی ویښتيا دغونډې ترسره كول وو.
862682