د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد پرون مازیګر په دې خبرې ټينګار سره چې تر ټولو ښه سياستوالان مذهبی انسانان دی وويل د دين حقيقت يو دی او ټول پيغمبران د يوه واحد دين د تعليماتو د رسولو لپاره مبعوث شوی دی او خدای پاك دين انسانانو ته د سولې، دوستۍ او نيكمرغه ژوند لپاره ډالۍ كړی دی.
د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد تهران ته د امريكا د مذهبی مشرانو د سفر په هركلی سره وړانديز وكړ د امريكا او ايران د مذهبی علماو او مشرانو يوه كمیټه جوړه شی او منظمې شوی ملګرتيا ترسره شی او هركال په تهران او واشنګټن كښې منظمې او ګډې غونډې وشی.
د امريكا مذهبی مشرانو هم په دغه كتنې كې د ايران او امريكا د مذهبی مشرانو د ګډې كمیټۍ د جوړولو لپاره د ايران د ولسمشر د وړانديز په هركلی سره ټينګار وكړ د مذهبی مشرانو ترمينځ دايمی خبرې اترې په دنيا كښې د عدالت او سولې په ټينګيدا او د دوستيو په لوړتيا كښې زيات اغيز لری.
د امريكا څلورو مذهبی مشرانو هيله وكړه د بدلونونو بهير په دې ډول پرمخ لاړ شی چې هغه وكولای شی امريكا ته په بيرته ستنيدا سره په امريكا كښې په زندان كښې د ايران د بنديانو د خوشی كيدا اغيزشيندونكی هڅه تر سره شی.
862779