IQNA

عمار حكيم: نړۍ وينی چې له اسلامه ليرې او په لويدیځ پورې اړونده مفكورې څنګه شاتګ كوی

18:30 - September 18, 2011
د خبر لمبر: 2189437
نړيواله ډله: د اسلامی انقلاب د لوړې شورا مشر ښاغلی سيد عمار حكيم نن په تهران كې د اسلامی ویښتيا د نړيوال كنفرانس ته نن وويل نړۍ وينی چې له اسلامه ليرې او په لويدیځ پورې اړونده مفكورې څنګه شاتګ كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب د لوړې شورا مشر عمار حكيم نوموړی د اسلام په شعار سره د بې ګناه خلكو وژل او ترهه ګرې ډيره خطرناكه وبلله او ویې ويل دغه مسئله اسلام ته ګوزار وركوی .
ښاغلی عمار حكيم په محدودو مفكورو كې ښكيليدل او په بيلا بيلو اسلامی ليدتوګو كې اختلاف د اسلامی ویښتيا نور چيلنجونه وبلل .
هم دغه راز د تركی د سعادت ګوند مشر هم په دغه كنفرانس په مسلمانانو كې د ورورولۍ د روحی په پياوړتيا ټينګار وكړ او ویې ويل درست اسلامی هيوادونه بايد د لويدیځ د امپرياليستی سياستونو په وړاندې يوموټی او متحد شی.
مصطفی كمالاك په خپل هيواد كې د ناټو د توغندويی سيسټم په لګولو نيوكه وكړه او ویې ويل د لويدیځ ليدتوګې د قدرت مشروعيت دی ځكه چې له اسرائيلو له دومره ظلمونو سره سره بيا هم ملاتړ كوی تر دې حده چې دغه رژيم په سمندر كې هم انسانان وژنی خو فلسطينيان په خپل ټاټوبې كې هم د ژوند حق نلری.
د فلسطين د آزادۍ لپاره د خلق جبهی مشر احمد جبرئيل هم د اسلامی ویښتيا په كنفرانس كې وويل ناټو د مسلمانو ملتونو د بريالی توب عامل نه شی كيدلای.
هغه په دغه كنفرانس كې وينا وكړه او ویې ويل دا باور نه شو كولای چې د ناټو له لارې چې لاسونه ېې په اسلامی هيوادونو كې د بې ګناه خلكو په وينو ككړ دی ترلاسه شی او د فلسطين مسئله اوس د اسلامی ویښتيا اساسی موضوع ګرځيدلی ده په داسی ډول چې د اسلامی پاڅون پړاؤ ته ننوتې ده.
نوموړی په سيمه كې د دوه ګونوالې په باب خبرداری وركړ او ویې ويل امريكايان او صهيونستان د سيمې د ملتونو په ارادې په سلطې پسې دی اواوس نړۍ وينی چې امريكا او لويدیځ داسلامی ویښتيا د ناكامولو لپاره د رسندويی او سياسی جنګ روان دی .
د دغه راپور له مخې د پاكستان د جماعت اسلامی ګوند مشر قاضی حسين احمد د اسلامی ویښتيا د كنفرانس د دوهمی ورځی غونډی ته د وينا په مهال وويل اسلامی نړۍ دې د فلسطينيانو د حقوقو د ترلاسه كولو لپاره سره متحد شی ، ځكه چې د اسلامی امت مسئله د فلسطين ننۍ موضوع ده.
نوموړی په نړۍ كې د يو قطبی نظام د ټينګيدو لپاره د نړيوال استكبار هڅو ته اشاره وكړه اوویې ويل د هغوئ له نظره ددغه نظام د تحقق شرط داسلامی كلتور له مينځه وړل دی او مسلمانان بايد د اتحاد لپاره فرقه ای اختلافات پریږدې .
د يو بل خبر له مخې د سوډان دولسمشر سلاكار او ددغه هيواد خارجه وزير د اسلامی ویښتيا د كنفرانس د دوهمی ورځی غونډی ته د وينا په مهال ويل مسلمانان بايد د اتحاد لپاره يو منشور برابر كړی او هغه له لارې خپل اختلافات آوار كړی .
مصطفی عثمان نن وويل مسلمانان بايد له درزونو اچولو ډډه وكړی او عرب ملتونه په اسلامی ویښتيا سره وتوانيدل بدلون راولی ، خو تر ټولو مهم ددغه بدلونونومديريت دی . او دا كوم آسان كار نه دی او د هغو دسيسو په وړاندې جهاد اكبر دی چې د نفاق تخم شيندی.
863022
captcha