IQNA

احمدی نژاد: د ايران رهبری، حكومت او ملت تر وروستيو پورې د سيمې له ملتونو سره ولاړ دی

11:19 - September 19, 2011
د خبر لمبر: 2189800
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرمحمود احمدی نژا د پرون ماښام په تهران كې د اسلامی ویښتيا د دوه ورځنی نړيوال كنفرانس په پايزې غونډې كې زياته كړه، په دغې الهی او نورانی لارې كې د ايران ملت د سيمې د ملتونو زړه سواندی او ملګری دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، احمدی نژاد وويل هيله من يوو دغه بدلونونه، د نړۍ د طاغوتانو په وړاندې د يو زړورتوب، وحدت او موحدانو د اقتدارپه يوه بهير بدل شی.
د اسلامی ايران ولسمشر پخپلې وينا كې ټينګار وكړ آزادی يوه الهی ډالۍ ده او الهی پيغمبران هم له بنده او تورتمه د انسان د ژغورلو لپاره مبعوث شوی دی.
ډاكټراحمدی نژاد زياته كړه په فرقه وی ، توكميزو، جغرافيائی او د رنګ او نسل په توپيرونو ككړه ټولنه به هیڅكله د آزادۍ خوند ونه څكی.
هغه روښانه كړه د نيكمرغې ټولنې موخه له آزادۍ د انسان برخمنول او الهی كمال ته د هغه رسول دی.
د اسلامی ايران ولسمشر په عين حال كې د دې خبرې په كولو سره چې د نړۍ د مسلمانانو موخه له ظلم سره مبارزه ده وويل دښمنان هڅه كوی د ايران، مصر او عربستان د خلو ترمينځ درز او تفرقه رامينځته كړی خو بايد ټول دې پوه شی چې دا يوازې شيطانی خبرې دی او نور ملتونه نه غولیږی ځكه مونږ ټول يو او په يوه هدف سره يوو.
ټاكل شوې ده د نوموړی دوه ورځنۍ غونډې په وروستيو شيبو كې د نوموړی سيمينار منشی علی اكبر ولايتی د كنفرانس بشپړ راپور هم وړاندې كړی او په آخر كې پايزه اعلاميه هم جاری شی.
863413
captcha