IQNA

احمدی نژاد: د نورو هيوادونو په كورنيو چارو كښې د لاسوهنې په دليل امريكې سياست د دنيا د خلكو غوسه راپارولی ده

13:08 - September 20, 2011
د خبر لمبر: 2190215
سياسی ډله: د ايران ولسمشر د امريكا له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مركه كښې وويل د نورو هيوادونو په كورنيو چارو كښې د لاسوهنې په دليل د امريكا اوسنی سياست د دنيا د خلكو نفرت او غوسه راپارولی ده .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ولسمشر د دفتر د ويپ پاڼیې یې نقلوی چې د ايران داسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد د اټومی انرژۍ د نړيوال اژانس د نوی راپور او د هغو ادعاګانو په باره كښې چې د اټومی وسلو د جوړولو لپاره د هڅو پراساس د ايران د اټومی پروګرام په باره كښې مطرح شوی دی وويل دا داسې ادعاګانې دی چې د امريكا حكومت د اټومی انرژۍ نړيوال اژانس ته وركړی او هیڅ اعتبار او باور نلری.
د ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد د يورنيمو د پخولو په باره كښې وويل د ايران په نظنز او فوردو اټومی مركزونو كښې د يورنيمو د پخولو تجهيزات د اټومی انرژۍ د نړيوال اژانس د پلټونكو او كيمرو تر څارنې لاندې دی.
د ايران داسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد وويل ايران په شل فيصده پخوالی سره د يورنيمو پخولو ته دلچسپی نلرله خو د هغو هيوادونو د كارړنګونې په دليل چې د اټومی انرژۍ د نړيوال اژانس له قانون سره سم ژمن وو دغه سونګ ايران ته وركړی د ايران متخصصان په هيواد كښې د سونګو توليدولو ته مجبوره شول.
د ايران ولسمشر د دغه پوښتنې په ځواب كښې چې ايا ايران او امريكا كولای شی د افغانستان په شان موضوګانو كښې له يو بل سره ملګرتيا وكړی وويل مونږ په ډيرو موردونو كښې له يو بل سره ملګرتيا كولای شو په دې شرط چې د امريكا حكومت ومنی چې د ايران د ملت او د نورو ملتونو پر ضد اقدام ترسره نكړی.
د ايران ولسمشر وويل ايران كولای شی په افغانستان كښې د امنيت د رامينځته كولو، له نشه ايزو موادو سره د مبارزې، په دنيا كښې د اټومی بې وسلې كيدا او د نړيوال اقتصاد د اصلا ح لپاره له امريكا سره ملګرتيا وكړی خو د امريكا د حكومت سياستونه دښمانه دی.
د ايران ولسمشر له صهيونيسټ رژيم سره د ايران د اسلامی جمهوريت د حكومت او نظام د دښمنې د علت په باره كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې وويل صهيونيسټ رژيم په خپل هيواد فلسطين كښې په خلكو خپل كورونه تباه كوی او د څو سترو جنګونو په پيلولو او د حكومتی ترهګرۍ په دوام سره د ايران د ملت په شمول ملتونو ته ګواښ كوی.
د ايران ولسمشر د سوریې د روانو حالاتو په باره كښې ويل د ايران اسلامی جمهوريت د ملتونو غوښتنې ته احترام كوی او د سوریې نظام له ولسی ملاتړه برخور دی او ايران د سور یې د ولسمشر بشار اسد د اصلاحاتو ملاتړو كوی.
863909
captcha