IQNA

13:27 - September 20, 2011
د خبر لمبر: 2190673

د اسلامی ویښتيا په لومړنی كانفرنس كې د ايت الله خامنه ای وينا پراخ انعكاس

نړيواله ډله: د اسلامی ویښتياد لو مړنی نړيوال كانفر نس عمومی منشی د دغې غونډې لپاره د سيكرټریټ د جوړيدا اټكل وكړ .

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ولايتی وويل له اتيا و هيوادونو د ۷۱۰ پوهانو او متفكرانو په دغه كا نفر نس كې ګډون كړې دې چې بې مخينې دې .ده زيا ته كړه دا لو مړې ځل دې چې په اوسنی تاريخ كې دومره شمير اسلامی متفكران هغه هم د يوه موضوع يعنی اسلامی ویښتيا لپاره راغو نډیږی او اسلامی جمهوريت په هغې ليد تو ګې پسې چې د رهبرۍ ستر مقام درلو ده دغه ګام پو رته كړ .
له بلې خوا د اهل بيتو د نړيوالې ټو لنې ارجنټينی غړی عبد الكر يم پاس وويل د ايران د انقلاب برياليتوب د اسلامی ویښتياد غورځنګ بيلګه ده .
ده وويل د بيلا بيلو هيوادوړنو خلكو د ايران د اسلامی انقلاب له بر يا ليتو به په بيلګې اخيستلو او د لويدیځ له لوری د وړاندې شويو لارو بندون ته په رسيدا سره يو ستر پا څو ن وكړ او د اسلامی ویښتيا غورځنګ یې رامينځته كړ .
هم دا راز د روسیې د يوې مهمې خپرونې مسول مدير الكسانډر تر خانوف د تهران د اسلامی ویښتيا غونډه د نړۍ د بيلا بيلو ملتو نو د عدالت غو ښتنې او ازادی غو ښتنې د لوړې اندازې ښو دونكی وبلله .
ده زياته كړه د ايران انقلاب د بشری پراختيا او عدالت چورليزه مطلوب ما ډل دې او دغه عدالت ډير پراخ او په يوه خاص هيواد پورې ندې محدود .
له بلې خوا د تركیې د مظلومانو د بشری حقوقو د ټولنې مشر احمد فاروق اونسال هم د سيمې په انقلابونو كې د بهرنيانو په لاسوهنو د نيو كې په تر څ كې ټينګار وكړ د سيمې د مسلما نو ملتو نو روا غو ښتنې بايد د پرديو په لاسوهنو سره ككړې نشی .
هغه هم دا راز په بحر ين كې د ال سعودو عسكرو او په ليبيا كې د ناټو عسكرو د شتون په غندلو سره زيا ته كړه امپراليزم چې اوس متوجه شوې دې د خلكو د غو ښتنو په وړاندې نشی دريدلې ، اوس كوشش كو ی د سيمې په انقلابو نو كې په نفوذ سره هغه په خپله ګټه غله كړ ی .
د تركیې د قدس ټی وی د اينټر نیټی شبكې مشر نورالدين شيرين هم وايی د امام خمينی رح مبارزې د اوسنی اسلامی ویښتيا غورځنګ بيخ بينای ده .
ده زيا ته كړه دغه حر كت د راتلو نكيو خوځښتو نو پيلامه ده او هما غه ډول چې د ايران رهبر حضرت ايت ا... خا منه ای وفرمايل يو روښا نه راتلو نكې به د اسلامی ویښتيا غو ر ځنګ په تمه وی .
د فلسطين د ولسی مبارزې دجبهې عمومی منشی خا لد عبد المجيد هم ټينګار وكړ د سيمې خلك د اسلامی انقلاب د ستر لارښود امام خا منه ای بلنې ته په لبيك سره د امريكا او صيهو نيسټ رژيم د طرحو په وړاندې دریږی .
له بلې خوا د لبنان يوه روحانی شيخ مصطفی هم وويل بې شكه هغه اسلامی ویښتيا چې په اسلامی نړۍ كې پراخه شوی ده د ايران د اسلامی انقلاب د ژورو مفهمونونو پامته داره ده.
864175
captcha