IQNA

ايت الله نوری همدانی: قرانی كلتور بايد د نړۍ ټولو هيوادونو ته منقتل شی

16:58 - September 20, 2011
د خبر لمبر: 2190849
سياسی او ټؤلنيزه ډله: ستردينی مرجع آيت الله نوری همدانی د ايران د اسلامی شورا د اسلامی ویښتيا د فريكشن د مركزی شورا له غړو سره په كتنې كې په سيمې كې اسلامی ویښتيا ډيره مهمه وبلله او د دغو انقلابونو پر سمې جاجونې او غږملونې ئې ټينګاروكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت الله العظمی نوری همدانی د دغو انقلابونو په وړاندې احتمالی ستونزو ته په اشارې سره وويل، د نوی استعماراو استثمار لپاره د انحراف رامينځته كيدا، په دغو هيوادونو كې د اختلاف او درز رامينځته كول او پخپل ځان د مسلمانانو بوختول د دغو انقلابونوپه وړاندې خورامهمې ستونزې دی
ستردينی مرجع آيت الله نوری همدانی همدارازددغوغورځنګونودانحراف د مخنيوی لپاره د انقلابونو له مشرانو سره تماس ډير ضروری وبالهّ او زياته ئې كړه د ايران اسلامی جمهوريت بايدخپلې تجروبې هغوی ته ډالۍ كړی څو بې لارې نشی.
ستردينی مرجع آيت الله نوری همدانی د دغو هيوادونو او د ايران د عالمانو او روحانيونو ترمينځّ پرتماس او ليدوكاتو په ټينګار سره وويل د امريكا په مشرۍ نړيوال امپراليزم هڅه كوی دغه خوځښتونه دليبراليزم په لوروكاږی اوددغو انقلابونواسلامی موخې كم رنګه وښئ .
864600
captcha