د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن دپوليسو دقوماندانانو او كاركونكو په ټول كښې هغوې دخلكو دارامښت ، هوساينې او امنيت دساتونكو په توګه وبلل او ټينګار یې وكړ داستكبار سياست جوړونكی له خپلواكه ملتونو سره دمقابلې لپاره دنشه ايزو موادو، اخلاقی فساد او داخلاقی ستنو دسست كولو ددودولو په شان اقدامات ترسره كوی.
هغه حضرت وفرمايل له فساد سره د مبارزې دقيق او صحيح ترسره كيدل داحتمالی تاوانونو له مينځه وړلو ته ضرورت لری .
د ايران داسلامی انقلاب ستر لارښود ډاګينه كړه پوليس بايد تل په ټولنه كښې داقتدار ، نظم ، مهربانۍ او درحمت بيلګه او مظهر ووسی .
د ايران داسلامی انقلاب ستر لارښود د پوليسو روښانه پرمختګونو ته په اشارې سره دنويو پرمختګونو لپاره زمينه برابره وبلله او جوته یې كړه نويو ډګرونو ته رسيدل يوازې په پوهې ، تجربې ، تحقيق ، تامل او دټولو استعدادونو په كارولو سره امكان لری .
د ايران داسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل دايران سرلوړۍ دهيواد دځوانانو او شخصيتونو له محكمې ارادې سره تړلی دی چې دخدای پاك په مهربانۍ سره له تير وخت څخه زيات راڅرګنده شوی ده.
864662