د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،د ايران د خارجه وزارت ويندوې مهمانپرست څرګنده ېې كړه د سولې په نړيواله ورځ د سولې ثبات او آرامۍ را وستو په پلمه په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له لس كلن شتون سره په يوه وخت د دې هيواد د سولې د مشر وژل كيدل د ترهګرې پراختيا ښكاره كوی .
په افغانستان كې د ايران سفير هم د استاد ربانی په ګډون د جهادی مشرانو وژل په افغانستان كې د ميشتو لويو قدرتونو د امنيتی كړيو كار وباله .
زموږ د خبريال له راپور سره سم فدا حسين مالكی د برهان الدين ربانی د ترور د غندلو تر څڼګ وويل د افغانستان د جهادی مشرانو وژل له ډير وړاندې د لويو نړيوالو قدرتونو په اجنډآ كې شامل ؤ .
له څرګنده كړه لوی قدرتونه په ترور او وژلې سره غواړی سيمه نا امنه كړی .
هغه زياته كړه دا قدرتونه بايد په افغانستان كې د خپل لس كلن شتون ځواب وركړی .
ربانی د ايران يو دوست او له امريكا سره د ستراتتيژيك تړون د لالسكيدا مخالف ؤ چې تيره شپه په وزير اكبر خان مينه كې په خپل كور كې ووژل شو .
تر اوسه د دې پیښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.
864997