IQNA

د افغانستان د سولې د لوړې شورا مشر برهان الدين ربانی ترور شو

13:51 - September 21, 2011
د خبر لمبر: 2191429
نړيواله ډله: د افغانستان د سولې د لوړې شورا د مشر استاد پروفيسور برهان الدين ربانی كور باندی ځانمرګی بريد شوی د استاد ربانی په شمول څلور تنه نور وژلی او په چاودنه كی د سولی د عالی شورا د دارلانشاريس محمد معصوم ستانكزى او د نوموړی شورا غړى واحد يار هم سخت ټپيان دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د كورنيو چارو وزارت يوه لوړپوړی چارواكی وويل چی د ستانكزی ټپونه سخت دی او د كوما په حال كی دى خو ځينی راپورونه وايی چې هغه هم وژل شوی دی . نور څلور كسان هم آمنيتی مسئولان بلل شوی چې ددغه بريد قربانيان شول .
همدغه راز يو بل خبر وايی چې د افغانستان ولسمشر حامدكرزی نيويارك ته له رسيدو مخكې له دغه پیښې خبر او امريكا ته یې خپل رسيدونكی سفر لغوه .
بريد نن مازیګر په وزير اكبرخان مېنه كی په ۱۱ سرك كښې پر استاد ربانی او د هغه پر ملګرو وشو .
همدغه راز په كابل كې دملی امنيت يوه لوړرتبه مامور دخبريال ويبپاڼې همكار ته وويل چې ځانمرګی بريد كوونكی پلی وو، دا هغه كس بلل شوی چې دسولی دخبرو لپاره دښاغلی ربانی كورته وربلل شوی وو.
ويل كېږی چې ځانمرګی بريد كوونكی دافغانی دود پر بنسټ نه دی پلټل شوی او هغه پر ښاغلی ربانی باندی ځان چاودلی دی .
دخبريال ويبپاڼې ځينی سرچينې وايی چې ځانمرګی دجوړ پخير پر مهال پراستاد برهان الدين ربانی باندی ځان وچاودو.
د ربانی د كور چار چاپيره سيمه د امنيتی ځواكونو لخواو كلابند شوې او چا ته د تګ راتګ اجازه نه وركولې كیږی.
همدغه را يو بل خبر وايی چې دغه ځانمرګی بريد د ربانی په كور كې د بهرنيانو له غونډې وروسته هغه مهال شوی چې بهرنيان د هغوئ له كوره ووتل
فارس خبری آژانس وايی دغه ځانمرګی دوه تنه ؤ او ځانونه یې د طالبانو لوړ پوړې قوماندانان معرفی كړی ؤ چې د سولی د عالی شورا د دارلانشا ريس محمدمعصوم ستانكزى اعتماد یې ترلاسه كړی او د هغه په ملتيا د استاد ربانی كور ته تللی ؤ .
تراوسه پورې هیڅ يوې ډلې ددې چاودنې پړه نده منلې.
هغه د سولی د عالی شورا د مشر په توګه په وارو وار د هغو كسانو نه چی دافغانانو پر ضد كړنی كوی غوښتی ؤ چی سوله وكړی خو هغوۍ ددی پر ځاى چی د نوموړی خبره ومنی هغه يی وواژه .
شناندی وايی د افغانستان د پلازمينی كابل په شمول په درست هيوادكې په نا امنيو ، ترورونو او ځانمرګو بريدونو كې خپله بهرنيان په تيره امريكايان لاس لری څو له دې لارې افغان حكومت افغان آمنيتی ځواكونوته د امنيتی مسئوليتونو د سپارلو د دوهم پړاو په درشل كې د آمنيت او ثبات په ساتلو كښې كمزوری وښی او ددغه هيواد ولسمشر كرزی له امريكا سره د ستراتيژيك تړون لاسليكولو ته مجبوره كړی .
دغه حمله په داسی حال كښې شوی ده چې ټاكل شوی وه ولسمشر كرزی به نن د امريكا له ولسمشر بارك اوباما سره وګوری او د ستراتيژيك تړون او دايمې اډو په هكله به ورسره وغږیږی.
864942
captcha