IQNA

د افغانستان د سولې د لوړې شورا مشر برهان الدين ربانی د ملی وحدت په مخكښنيانو كې ؤ

13:52 - September 21, 2011
د خبر لمبر: 2191431
نړيواله ډله: د كابل د افغانستان د سولې د لوړې شورا د مشر استاد پروفيسور برهان الدين ربانی كور باندی ځانمرګی بريد شوی د استاد ربانی په شمول څلور تنه نور وژلی او په چاودنه كی د سولی د عالی شورا د دارلانشا ريس محمد معصوم ستانكزى او د نوموړی شورا غړى واحديار هم سخت ټپيان دی .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، برهان الدين ربانی په روانه اوونۍ كې د اسلامی ویښتيا په غونډه كې د ګډون لپاره تهران ته راغلئ ؤ .
ربانی ۷۲ كلن ؤ او د اسلامی فلسفې په څانګه كې ېې له الازهر پ،هنتون څځه ډ،كتورا اخيستې وه
د روسانو په وړاندې په جهاد كې مؤثر شخصيت او د مجاهدينو د حكومت په پړاو كې ېې د افغانستان په شمال كې د ولس مشرۍ دنده پر غاړه لرله .
د نړۍ له سياسی مشرانو په تيره له ګورباچوف سره د هغه د حكومت په پړاو كې د ربانی تاريخی ليدنه د افغانستان په سياسی جهاد كې مهمه پیښه ګڼل كیږی .
نوموړی له سياسی فعاليت سر بيره په كلتوری حوزه كې هم دوامداره هڅې درلودې .
په ۲۰۰۴ م كال كې د حامد كرزی له حكومت جوړيدو وروسته د سولې د كميسيون مسئوليت هغه ته وسپارل شو او تير اوړئ هم ولس مشر حامد كرزی د سولې د لوړې شورا له جوړيدو وروسته د دې شورا مشر هم استاد ربانی وټاكه .
ربانی په تير يوه كال كې ډيره هڅه وكړه چې طالبان د سولې ميز ته كينوی او په دې برخه كې ېې له بهرنيو او كورنيو ظرفيتونو ګټه واخيسته .
په كابل كې د ځوانانو په يوه غونډه كې د هغه خبرو چې په طالبانو پكې سختې نيوكې شوې وې دا وښوده چې هغه هم د كابل د ولت د سولې له پروسې سره د طالبانو له يو ځای كيدو نا هيلئ شوئ دئ .
د افغانستان د سولې مرحوم مشر په طالبانو په سختې نيوكې سره دا ډله يو غميزه راوړونكئ حركت وباله او ټينګار ېې وكړ د طالبانو موخه د دينی علماؤؤ سپكاوئ دئ .
همدا فرضيه مطرحوی چې د ربانی په ترور كې د طالبانو د احتمالی مداخلې په اساس هغوی دوه پيغامونه درلودل لومړئ دا چې دا ترور د ربانی دې خبر ې ته د طالبانو ځواب ؤ چې نوموړی هغوی د دينی علماؤؤ سپكوونكی بللی ؤ او دوهم دا چې هغوی په دې ترور كې په احتمالی لاس درلودلو سره غواړی په افغانستان كې د ملی روغې جوړې لپاره د كابل دولت طرحه شنډه كړی .
په هر صورت ربانی په داسې حال كې له نړۍ سترګې پټې كړې چې په افغانستان كې ېې د سولې لپاره هڅې كولې او دا نظريه د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو كې يو ستايل شوئ آرمان دئ .
865185
captcha