د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپاه نيوز یې نقلوی چې د ايران په شمال لويدیځ سيمو كې د پژاك د ترهه ګرې ډلګۍ پر ضد د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك له ګڼ شمير او پياوړو عملياتو وروسته دغه سيمه له شرغواړو او ترهه ګرو پاكه كړی او د پولو كنټرول یې ترلاسه كړی دی.
اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك د ځمكنۍ قوا د حمزه سيد الشهدا (ع) د قرارګاه مشر پاسدرار محمد تقی اسانلو د ايران په شمال لويدیځ سردشت سيمه كې وروستيو عملياتو ته په اشارې سره وويل په دغو عملياتو كې د انقلاب ضد ترهه ګرو ډلګيو ته زيات تاوانونه واړول شول، په داسی ډول چې هغوئ د ايران د خاوری پریښودلو ته مجبور ه شوی.
د دغه راپور له مخې په دغو عملياتو كې په سردشت كې د انقلاب ضد ډلګيو اصلی مركز هم ونيول شو.
865004