IQNA

حامد كرزې: د ربانی ترور د سولې له لارې د افغانستان غړول دی

17:31 - September 21, 2011
د خبر لمبر: 2191603
نړيواله ډله: د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد كرزی په كابل كې خبريالانو ته وويل د ربانی ترور د سولې له لارې د افغانستان غړول دی خو حكومت به دې لارې ته دوام وركوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «romandie» یې نقلوی چې د افغانستان له ولسمشر حامد كرزی سره په پلاوی كې شريك د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول ته د حامد كرزی هغه پيغام ورسپارل شوی دی چې په امريكا كې د ملګرو ملتونو غونډی ته به پخپله حامد كرزی وركاوو.
له بلې خوا نن په كابل او هرات ښارونو كې د افغانستان د سولې د لوړې شورا د مشر د ترور په غندلو كښې مظاهرې شوی او ددغه انسانی ضد جنايت د عاملانو د نيولو او سزاكولو غوښتنه یې كړی ده .
همدغه راز يو بل خبر وايی هغو دوو بريدكوونكيو څخه ،چې د سولې د عالی شورا مشر استاد برهان الدين ربانی یې شهيدكړ يوتن ژوندى نيول سوى دى .
دا څرګندونې د كورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقی او د ولسمشر د وياند مرستيال حامد علمی د پېښې په سيمه كې خبريالانو ته وكړې .
له بلې خوا د افغانستان د حزب اسلامی ګوند مشر ګلبدين حكمتيار هم د استاد ربانی پر وژنې خواشينی څرګنده كړه او وايی، چې د دې ډول ترورونو تر شا د امريكا په مشرۍ د لويدیځو هيوادونو استخباراتی كړۍ لاس لری.
د حزب اسلامی وياند هارون زرغون رسنيو ته دتليفون په كرښه ويلی،چې په افغانستان كې مخ كښ كسان دامريكا په شمول دنورې غربی نړۍ استخبارتی كړۍترور كوی او د بهرنيو ځواكونو په شتون كې به هېڅكله هم په افغانستان كې جګړه قراره نشی
864994
captcha