IQNA

د ناټو توغندوی سيسټم د ايران د بالسټييك توغنديو په مقابل كې ناكاره دی

23:01 - September 22, 2011
د خبر لمبر: 2192016
سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانود هوائی ځواك قوماندان وويل په تركیې كې د ناټو د توغندوی ضد دفاعی سيسټم ځای پرځآی كول د بالسټيك توغنديو په مقابل كې څه خاص كارندوالی نه لری.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه نن د وسله وال ځواك د پریډ د دستورو په څنډې كې د خبريالانو په ټول كې په تركیې كې د ناټو د توغندوی ضد دفاعی سيسټم د لګولو په باب زياته كړه كه د ايران باليسټيك توغندی وويشتل شی نو په چورلټ ډول به په تركیې كې د ناټو موسيسې لګيدلی توغندی هیڅ كارندوالی ونه لری.
هغه هم دا راز د ساتندويه ځواك د نويو تجهيزاتو په باب وويل تير كال د فارس خليج په نامه توغندی په برياليتوب سره وآزمايل شو او د ايران دفاع وزارت ئې توليد هم ډير زيات كړی دی
هم دار از دايران داسلامی جمهوريت د پوځ دخاتم الانبياء غونډقوماندان هم ددې خبرې په كولوسره چې دايران ۳۷۳ باور ډوله توغندوی سيسټم د روسیې له ايس درې سوه ډوله سيسټم څخه ډير پرمختللی دی وويل دنوموړی توغندوی دفاعی سيسټم دسنجولودامكان مرحله پای ته رسيدلې ده اودغه سيسټم دكشفونې اومخه نيولو په زمينې كې ډيرې ښې وړتياوې لری او ددغه سیټم ټوله برخې په ايران كې جوړیږی
865853
captcha