د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای په پيغام كښې چې نن د سپیڅلی دفاع د اونۍ په لومړۍ ورځ او ددغه دفاع د شهيدانو او سرښيندونكو د درناوې له ورځی سره يو ځای خپور شو راغلی دی د سرلوړواو لوړ مقامو شهيدانو ياد او نوم درناوی كوم
او له الله تعالی ورته په جنت كښې لوړې مرتبې غواړم .
همدغه راز د سرشيندونكواو د هغوئ د كورنيو لپاره سلام ، درناوی او د زړه له تله مننه كوم چې په صبر ، پايدارۍ او زغم سره یې د په تاريخ كښې د ايران د ملت څيره روښانه كړه .
د رهبرۍ د ستر مقام په پيغام كښې راغلی دی نن سبا د هيواد په پرمختګ او ځليدا سره د اسلامی نړۍ د ویښتيا ژورې اغيزې ليدل كیږی چې پكې زمونږ د شهيدانو سرښيندنې او ارزښتونه روښانه شول .
د قدير او حكيم خدای مننه كوم چې زمونږ د شهيدانووينی هسې تويی نه شوی او دغو سرښيندونو اسلامی امت ته نوی روح وركړ .
865911