د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د ټولو ځواكونو مشر سردار فيروز ابادی وويل په نړيوالو مناسباتو كښې بايد عدالت ته پام وشی او تر څو چې نړيوال جوړښتونه د تيری او نيواك مخه ونه نيسی او څو ځانګړې قدرتونه د وړو ګټو پر اساس وغواړی د نړۍ د آمنيتی مناسباتو مديريت وكړی نو د آمنيت تمه نه شو كولای .
فيروز ابادی په نړۍ حتی په اروپا او امريكا كښې د ترهه ګرۍ ، بې وزلۍ او خوراكی موادو دستونزو په شمول د نړۍ د نا آمنۍ زياتو موردونو ته اشاره وكړه او ویې ويل له شپيتو كلونو زيات وخت كیږی چې د ملګرو ملتو آمنيت شورا جوړه شوی ده چې بايد د درستو انسانانو لپاره امنيت ته پيام د عدالت پر اساس وی .
هغه د ملګرو ملتو له اجازې پرته د عراق نيواك ، په افغانستان كښې د زرګونو بې ګناه انسانانو وژلې او له نړيوالو ژمنو سره سره د ډلوژونكو وسلو پراختيا او ساتلو په څير بيلګې بيان كړی او ویې ويل كه د نا آمنيو جرړو ته سم پام ونشی نو جاجول به یې هم لازمی پايلې ونلری .
865847