د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د افغانستان د ولسمشر ويندويی سيامك هروی خبريالانو ته وويل د افغانستان ولسمشر بیګا كابل له رسيدو سمدستې وروسته سردار محمد داؤد روغتون ته ولاړه او هلته یې د استاد ربانی جنازه وكتله او د هغه له كورنۍ سره یې ځان په غم كښې شريك وباله .
د افغانستان ولسی جرګی هم وړانديز كړی دی استاد ربانی ته دې د سولې د اتل لقب وركړل شی.
د مذهبونو د نږديكيدا نړيوالې ټولنی په يوه بيانيه كې ويلی زر تر زره دې د دغه جنايت عاملان وپيژندل او سزا كړای شی .
په بيانیې كې راغلی دی د ربانی شهادت عاملان د افغان ملت او حكومت دښمنان وبلل او زر تر زره یې د هغوئ د نيولو او محاكمه كولو غوښتنه وكړه . فاروق وردګ وويل د ربانی ترور به دسولې په پروسې منفی اغيز وكړی خو افغان حكومت بايد په دې لاره كې پياوړی وی او خپلو سياستونو ته به دوام وركړی .
له بلې خوا د افغانستان د شمال د بلخ والی عطا محمد نور دا نظر چې ښايی د برهان الدين ربانی په خپلو كړيو كې له طالبانو سره د سولې د پروسې مخالفين د هغه د وژل كيدو په پیښه كې لاس لری رد كړ.
هغه وويل په دې پیښه كې د پاكستان استخبارات او هغه وسله وال طالبان چې ګويا د سولې له پروسې سره يوځای كيدل لاس لری او ډير زر به ددغه ترور عاملان وپيژندل او سزا كړای شی .
.عطا محمد نور وايی، د سولې د عالی شورا د مشر وژل كيدل به په افغانستان كې له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې پر هلو ځلو منفی اغيز وكړی ، او سولې ته اړتيا شته، خو بايد له داسې چا سره وشی، چې د سولې قدر وكړی.ده له طالبانو سره د سولې خبرې د وخت ضايع كول بللی دی.
المنار تلويزيونی چينل هم راپور وركړ د لبنان حزب الله غورځنګ د افغانستان دسولې د لوړې شورا د مشر ترور وغانده او هغه یې په افغانستان كې د درز اچولو لپاره ددغه هيواد د دښمنانو طرحه وبلله او ويی ويل ترهه ګر د وحدت پالو مشرانو د له مينځه وړلو لپاره د خپلو طرحو په اجراكولو بوخت دی .
ټاكل شوې، چې د استاد ربانی د جنازې په مراسمو كې بهرنيی لوړ پوړی چارواكی ګډون وكړی.
ټاكل شوې د استاد ربانی جنازه سباد وزير محمداكبرخان په تپه كې خاورو ته وسپارل شی.
د افغانستان د د بهرنيو چارو وزارت د تشريفاتو رييس حميد صديق نن وويل، چې تر اوسه له دوى سره د ګاونډيو او اروپايی هېوادونو په ګډون لسو هېوادونو اړيكې نيولې او غوښتی یې دی، چې استازی به یې د جنازې په مراسمو كې ګډون وكړی.
هغه وايی، چې په دغو مراسمو كې به بهرنی چارواكی د ولسمشرانو د مرسيتالانو، لومړی وزيران ، د بهرينو چارو وزيران او د ديپلوماتانو په كچه ګډون وكړی او ښايی په دغو مراسمو كې د هېوادونو د پلاوو شمېر ډېر شی، خو د امنيتی ستونزو له امله اوس نه شی كولاى، چې په دې اړه نور معلومات وړاندې كړی.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره ورځ د وزيرانو شورا د استاد ربانی د مړينې په اړه درې ورځې ملی ماتم، چې په كې د افغانستان بيرغ به د هېواد په دننه او بهر كې نيم زوړند وی، اعلان كړ
دغه ماتم به له ننه د شنبې تر ورځې دوام وكړی.
د يو بل خبر مخې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايی، چې د استاد برهان الدين ربانی د وژنې په اړه څېړنې دوام لری.
865497