IQNA

ايت الله همدانی: حج د دنيا خلكو ته د اسلامی انقلاب د پيغام رسولو ښه فرصت دی

17:28 - September 23, 2011
د خبر لمبر: 2192101
سياسی ډله: د ايران د تقليد ستر مرجع ايت الله حسين نوری همدانی حج د دنيا خلكو ته د اسلامی انقلاب د پيغام د رسولو لپاره ارزښمن فرصت وباله.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د تقليد ستر مرجع د حج سترې دستورې داسلامی دنيا يوه مهمه سياسی پیښه وبلله او په سيمه او عربو هيوادونو كښې اسلامی ویښتيا ته په اشارې سره یې وويل دسيمې په هيوادونو كښې دمسلمانانو اسلامی حركت به چې په قدرتمنو هيوادونو كښې دظالمانو دګروهنې پرخلاف ترسره شوی د روان كال د حج په عظمت او پرتمينوالی كښې اغيز شيندونكی وی.
د ايران دغه ستر عالم په بحرين كښې د ال سعود جنايتونو ته په اشارې سره وويل كه څه هم ال سعود او د بحرين ال خليفه رژيم هڅه كوی د مسلمانانو په ځپلو او تاوتريخوالی سره څو ورځې زيات حكومت وكړی خو بايد پوه شی چې د اسلامی ویښتيا څپه ختيمدونكی نه ده.
د ويلو ده چې په بحرين كښې له فرورۍ مياشتې د خلكو ستر پاڅون پيل شوی او حكومتی عسكرو دسعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او د اردن دعسكرو په ملاتړ سره خلك سخت ځپلی په لسګونو كسان یې وژلی او په زرګونو نور یې ژوبل كړی او په سلګونو نور یې نيولی هم دی .
د سعودی عربستان او بحرين عسكرو په دغه هيواد كښې په ميرمنو او جينيو جنسی تيری هم كړی او جوماتونه یې ړنګ كړی او قران مجيدونه یې سوزولی چې دغه كار هیڅ مسلمان نه ترسره كوی .
865001
captcha