IQNA

د استاد ربانی د جنازې دستورې تر سره شوې

17:29 - September 23, 2011
د خبر لمبر: 2192239
نړيواله ډله: دغه دستورې نن سهار د افغان ولسمشر كرزی، لوړ رتبه حكومتی مقاماتو، جهادی شخصيتونو، د پارليما ن غړيو، قومی مشرانو او عالمانو او د اسلامی ايران د لوړ رتبه پلاوی په شمول د نورو هيوادونو د ميلمانو او سفيرانو په شتون سره د ولسمشرۍ په مانې كې تر سره شوې.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلا ع رسولو مركز alwafd یې نقلوی چې افغان ولسمشر حامد كرزی د شهيد استاد ربانی د جنازې په دستورو كې برهان الدين ربانی ته د سولې د شهيد لقب وركړ او ویې ويل د شيهد ربانی لاره به دوام ولر ی.
هغه وويل استاد ربانی د پوهې استاد او د جهاد او مبارزې مشر وو.
هغه زياته كړه، چې استاد نږدې ۵۰ كاله د خپل ولس د سوكالۍ لپاره مبارزه وكړه، كه د سنګر اړتيا وه، په مورچه كې یې ویښې شپې تېرې كړې او كه د سولې لپاره مبارزه وه د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې یې منډې ترړې وكړې.
هغه وويل هغه كسان چې استاد ربانی یې شهيد كړ د انسانيت، الف با ته هم ندی پايبند او له اسلامی او ملی اخلاقو ليرې یې دا كار وكړ.
نن د استاد ربانی د جنازې د دستورو په مناسبت په كابل كې سختې امنيتی تابياوې غوره شوی وې.
له كابله زمونږ خبريال راپور راكوی د جنازې په مراسمو كې زرګونه كسانو ګډون درلود. د هغه مړی د وزير اكبر خان د غونډۍ پر سر د نوموړی كورته څېرمه خاورو ته وسپارل شو.
د جنازې په مراسمو كې پراخه ګڼه ګوڼه وه او ډېری هغه كسان چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې داستاد ربانی د جنازې په لمانځه كې ګډون نه وو كړی دهديرې په مراسمو كې شريك شول او ګڼه ګوڼه دومره زياته وه چې افغان عسكر مجبوره شول د خلكو د تيت پرك كولو لپاره هوای ډزې وكړی.
په دغو دستورو كې د رهبرۍ د ستر مقام په استازيتوب د ډاكټر ولايتی په مشرۍ د اسلامی ايران پلاوی هم شتون درلود.
866195
captcha