د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له almasryalyoum یې نقلوی، ويكيليكس د دې خبرچې په مصر كښې د امريكې د تير سفير «فرانسس ريچارد دونی» یې نقل كړې، په خپرولو سره وويل: حسنی مبارك بشار الاسد ته چې د سوریې تير ولس مشر دی د حماس په هكله چې په دې هيواد كښې كار كوی او د حماس د سياسی دفتر مشر خالد مشعل د شتون په هكله خبردارې وركړې و.
هغه همدارنګ په سيمه كښې په بيله توګه په عراق، بحرين، عربستان او كويت كښې د شيعو د شتون په هكله پريشان و او دا ټينګتا یې كوله چې د شيعو د قدرت د زياتيدو په سبب هغه ته يو لوی چيلنج ورمخې ته دی.
865398