پیړۍ پیړۍ كیږی چې په ايران كې په قم ښآر كې يوسپیڅلی حرم د هغو لكونو زيارتوالو اوعاشقوانسانانو د زيارت ځای دی چې د نړۍ له ګوټ ګوټه ورته ورځی.
په دغه نورانی حرم كې د اسلام د ګران پيغمبرحضرت محمد مصطفی د يوې پاكې لمسۍ حضرت بی بی معصومه سلام الله عليها ويده ده. دا پاكه بی بی د رسول الله بزرګوار يوه لمسۍ او د امام موسی كاظم عليه السلام لور او د امام رضا عليه السلام خور ده.
په ايران كې د دغې پاكې بی بی شتون يو بل وياړ ؤ چې دغه ټاټوبی ته د هغې بزرګوارې د ورور امام رضا عليه السلام له راتلو وروسته د ايرانيانو نصيب شو.
نن د حضرت بی بی معصومه سلام ا.... عليها د نيكمرغه زوكړې كليزه ده. هغه بی بی چې د ايمان او پاكۍ يوه ځلانده تورې دی. د دغې پاكې بی بی د نيكمرغه زوكړې په مناسبت پرمحمد اوآل محمد درود اوس لام لیږواو دغه نيكمرغه ورځ د اهل بين عليهم السلام ټولومينه والو په تيره بيا تاسو خوږو مينه والو ته نيكمرغه غواړو.
اسلام ته په كتوكې د سړی اويا ميرمن كيدا معيار او يا برلاسی نه دی، د اسلام له پلوه انسان دی او د قرآن د ايتونو په اساس د سړی او ښځې ترمينځ هیڅ امتياز او برلاسه كيدا نشته. د قران له نظره، خورا غوره انسانان له ټولو باتقوا كسان دی، د سړی او ښځې پشمول ټول د كمالاتو څّوكو ته رسيدلی شی او د ايمان او صالح عمل په سيوری كې حيات طيبه او لوی انعام ترلاسه كولی شی.
دې موضوع ته په پآم سره هماغه ډول چې د پیِغمبرانو او امامانو په شان كسان د نورو لپآره غوره بيلګې دی ، د فرعون د ماندينې آسيه، مريم ، خديجه ، فاطمةالزهرا، زينب كبری او فاطمه معصومه په څير لویې ميرمنې هم د ټولو په تيره د ميرمنو لپاره اسوه اوغوره بيلګې شميرل ګیږی.
د دغو لويانو د ژوند تاريخ او علمی او عملی سيرت مطالعه د نيكمرغۍ لټونكو لپاره مناسب مشق دی.
حضرت فاطمه معصومه بی بی په ۱۷۳ قمری كال كې په مدينې منورې ښار كې نړۍ ته سترګې رڼې كړې. سره له دې چې حضرت امام موسی كاظم عليه السلام پر دې سربيره نوره لوڼه هم درولودې، خو په هغوی ټولو كې حضرت معصومه بی بی خاص او لوړامتيازونه در لودل. دغه پاكې بی بی له حضرت امام رضا عليه السلام وروسته د امام موسی كاظم عليه السلام په نورو بچيانو كې لوړ روحی كمالات او شخصيت درلود.
هغې د خپل پلار او ورور بزرګوارانوترنظرلاندې په ډيرلڼد ممكن وخت كې د علمی ودې لاره كچ كړه. د دغه علمی احاطې مثال هغه كيسه ده چې د هغې د ژوند په باب نقل شوې ده او هغه دا چې له يوه ليرې پراته ټاټو بی د اهل بيت عليهم السلام يو شمير مينه وال مدينې ښآر ته داخل شول څو له امام موسی كاظم څخه څو پوښتنې وكړی. دا كار په اسلامی دود كې يوه عامه روده وه چې هركال دكال په يوه مشخص وخت كې به يوه ډله مكې اومدينې ته تلله څودينی پوښتنې اوخپلی شرعی دندې وپوښتی اوخپلې پيسې امام ته وروسوی .
كاروان مدينې ته له رسيدو وروسته د امام بزرګوار دكور په لور لاړ . ستړی مسافران كله دامام كور ته ورسيدل نو متوجه شول چې هغه بزرګوار په سفر تللی دی .په دې ډير خپه شول چې نه یې امام وليد او نه یې ترې خپلې پوښتنې وكړې ،د سفر كړاؤ یې دوه چنده شو . پر كاروان سخته چپتيا خوره شوې وه ، دوی د بيرته ستنيدو نيت درلود،په همدې وخت يوه سترمنه اوحياداره جينۍدامام له كوره راووتله،نوچپتياماته شوه .هغې دكاروان له كسانووپوښتل څو خپلې پوښتنې مطرح كړی .هغه سترمنه اوحياداره جينۍله بی بی معصومه پرته بل څوك نه وه . هغې بی بی پوښتنې واوريدې اوپه ډير دقت سره یې دهريوه ليك ځواب وليكهّ اوبيا یې ليكونه اوپوښتنې هغوی ته بيرته وركړې . دكاروان كسان حيران ووچې دومره كم عمره جينۍ دهغوی دټولوفقهی پوښتنوځوابونه وركولی شی .كاروانيان بيرته په ستنيدا وو چې امام موسی كاظم عليه السلام یې وليدهّ چې له سفره راستون شو .په ډيرې ليوالتيا سره داما م په لورورغلل اوامام بزرګوارته یې دمعصومه بی بی ليكل شوی ځوابونه وښودل . امام موسی كاظم چې ليكونه ئې پرانيستل نوله خوشالۍ یې مخ نورهم وغوړيدهّ .دكاروان كسانوته یې مخ واړوهّ اوپه مسكا سره یې درې ځله وفرمايل :، پلار ترې قربان شه ؛.
دامام جملې د پوښتنودځوابونوتاييديدااوفقهی اوعلمی پوښتنو ته دحضرت معصومه بی بی دبشپړځوابونودتاييديدا ښودنه وه
حضرت بی بی معصومه سلام ا... عليها په يوه داسې چاپيريال كې وروزل شوه چې موراوپلار یې د اخلاقی فصيلتونو خاوندان ووعبادت، زهد او تقوا اودناسمواوباطلوكارونوپه وړاندې دهغوی صبراواستقامت په دغې كورنۍكې له ورايه ښكاريدونكی صفتونه وو.حضرت معصومه بی بی هم دغه ټول صفتونه درلودل او داسلام معارفواوعلمونوپه زده كولوكې یې ډيرې هڅې كولې . دوی هغه څه چې له پلاره یې زده كول ،له كو م كمی اوزياتی پرته یې په خلكوكې خپرول .وخت په وخت هم دغې پاكې بی بی دحديثونودنقلولوله لارې دخلكو پوهه اوعلم زياتوهّ . په بله وينا دالويه بی بی يوه محدثه ميرمن وه .حضرت بی بی معصومه له خپل پلاره زده كړی ؤچې حتی په ډيروسختوشرايطو كې دحق اوحقيقت دفاع وكړی اوپه دغې لارې كې هیڅكله لړ زانه نشی .هغې بزرګوارې بی بی دغه ټوله زده كړې اوتعليمات له خپل ورورامام رضاسره په ملګرتياكې وكارول .حضرت بی بی معصومه له خپل ورورسره ډيره مينه درلوده . كله چې په ۲۰۱ قمری كال كې امام رضاپه اجباری توګه له مدينې خراسان ته روان شونودغې پآكې اولویې بی بی ته دخپل وروربيلتون ډيرسخت شو،نو ځكه یې فيصله وكړه چې له مدينې خراسان ټاټوبی ته لاړه شی .لكه څنګه چې هغه بی بی داهل بيت دمعارفواوفرهنګ پيغام رسونكې او دوخت له طا غوتانوسره په مبارزې كې دخپل پلاربزرګوارد لارې دوام وركونكې وه ، له فرصته یې استفاده وكړه او په دغه سفركې یې دخلكوپوهولوته مخه كړه . هغې بزرګوارې بی بی پخپلوويناؤ كې د عباسی واكمنانواصلی څيرې خلكوته وروپيژندلې او دهغوی غلط اوستمكارسياستونه یې ايشواكول . له مدينې مرو په لورددغې پاكې بی بی سفر له ظالموعباسی حاكمانوسره د هغې دمبارزې يوه برخه وخه وه .خوله بده مرغه دغه سفرله ورورسره د ليدوكتوسبب نشو .دعباسی حكومت عواملوپه لاره كې په ساوه ښآركې دهغې بی بی پركاروان حمله وكړه اوددغې بی بی دكاروان يوشميركسان یې شهيدان كړل . حضرت بی بی معصومه په دغه سفر كې ناروغه شوه اوكله چې متوجه شوه چې خپلې لارې ته دوام نشی وركولی،نوله خپلوخپلوانواونزدې كسانویې وغوښتل څوهغه قم ښآرته بوځی اووې فرمايل :،ماقم ښارته ورسوﺉ ،ځكه له پلاره مو آوريدلی چې فرمايلی یې دی ،دغه ښآردپيغمبر اكرم داهل بيت عليهم السلام دمينه والومركز دی :.
په دې توګه ګورو چې د اسلام تاريخ دهغوسړيواوميرمنود سرښيندنواوقربانيانوپامته داره دی چې هر يوه داسلامی ليدتوګې اوفرهنګ په دودولوكې خپله ونډه درلودلې اوپه دې لاره كې یې ډيركړاؤنه زغملی دی .حضرت بی بی معصومه په قم ښآر كې تراولسوورځوپورې ديره وه چې له دې وروسته یې دناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې كړې اودادسې ووچې دغه لويه بی بی په قم كې دتل لپاره پاتې شوه اوله خپل ورور بزرګوارسره یې ليده كاته ونه كړاﺉ شول . امام رضا عليه السلام دخپلې خور دنفس دطهارت او پاكۍپه سبب هغې بزرګوارې ته د معصومه لقب وركړ اوپه يوه روايت كې بيان شوی دی چې فرمايلی یې دی :، هر څوك د بی بی معصومه زيارت وكړی د هغه چا په څيردی چې لكه زمازيارت یې كړی وی :.
قم ښآردحضرت بی بی معصومه له ورتلومخكې له آبادونې محروم ؤ اواوسيدونكی یې دواكوالانودبې پامۍله امله ډير كړيدی ؤ.په دغه ښآر كې د حضرت بی بی معصومه شتون سبب شو داهل بيت عليهم السلام مينه وال دنړۍ له ګوټ ګوټه دغه ښارته ورځی اودامسئله دوخت په تيريداسره دقم ښآردآبادونې او عمرانی كارونواودغه رازدپآنګونې دجذبيداسبب شو.داښآرهمدااوس له سياسی كلتوری اوټولنيزپلوه مهم مقام لر ی اوهماغه راز د پرمختګ اوودې په حال كې دی . په تاريخی ،كلتوری،ټولنيزو او مذهبی بدلونونوكې دهغې بزرګوارې د شتون اغيزې نه يوازې ديوه ښارمحدودې ته بلكې په درست ايران كې هم د پآم وړ دی . په قم ښآر كې د حضرت معصومه بی بی بركتونود ميليونونو زېارتوالو او سيلانيانوزړونه ځان ته جذب كړی دی . د فرانسې يوپوه اوټوريسټ اوژن فلاندن چې له ۱۸۴۱ كاله تر ۱۸۴۵ كال پورې په مودې كې په ايران كې پاتې شوی دی ليكی ، د فاطمه مقبره چې ايرانيان ئې معصومه بولی،په درست ختیځ ټاټوبی كې ئې ډير احترام كیږی او خلك له بيلابيلو سيمو د هغې زيارت ته ورځی .
په قم ښآر كې د حضرت بی بی معصومه يو بركت د نامتو عالمانو اوپوهانو دتربيت اودعلميه حوزې جوړيدا ده . قم ښآر په تاريخی مخينې سره د اسلام په معرفۍاودنامتوعالمانو په روزلو كې ډيره ونډه لری . همدااوس داهل بيت عليه السلام ډير مينه وال له درستې نړۍ چې د اسلامی معارفو اوعلوموپه ترلاسه كولو پسې دی ،په قم كې د حضرت معصومه بی بی د سپیڅلی حرم په څنګ كې په علميه حوزې كې د اخلاقو اوعلم په حاصلولولګيا دی .
يو ځل بيا د اسلام د ګران پیِغمبر د اهل بيتو د يوې پاكې بی بی حضرت بی بی معصومه سلام الله عليها د نيكمرغه زوكړې د كليزې په مناسبت تاسو ټولو مينه والو ته د زړه له قومې مباركی وايوو.
السلام عليك يا كريمه اهلبيت، يا فاطمه معصومه(س)
869431