IQNA

19:06 - October 01, 2011
د خبر لمبر: 2196736

د بحرين د پوځی محكمی د حكم پر وړاندی د كورنيو او بهرنيو اعتراضونو پراختيا

نړيواله ډله: د بحرين د پوځی محكمی د حكم له صادريدو يوه ورځ وروسته د دی حكم پر وړاندی كورنی او بهرنی اعتراضونه زيات شوی دی. او د بحرين د جمعی لمانځه خطيب عيسی قاسم ويلی دی چې د انقلابی ميرمنو سپكاوې د ال خليفه د حكومت اخلاقی ټیټوالې دی

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بحرين د جمعی لمانځه خطيب سره سره د كورنيو او بهرنيو فعالينو دغه حكمونه د خلكو د ويرولو لپاره بللی دی او په عين حال كی يی ويلی دی چی صادرشوی حكمونه به د آل خليفه د حكومت د پرځيدو لپاره د خلكو د ارادی د پياوړتيا لامل شی.
د بښنی نړيوالی موسسی هم پرون په يوه بيانيه كی ۷ دقيقه يی محكمی ته د اشاری ترڅنګ ټينګار وكړ چی د بحرين پوځی محكمی په خپله غونډه كی د حكومت د پرځيدو لپاره يی د هڅو په تور ډاكټران او ځينی طبی كار كوونكی په ۱۵ كاله بند محكوم كړل.
د بښنی د نړيوالی موسسی د افريقا د شمال او منځنی ختیځ د پروګرام مدير (( فيليپ لوټر)) په دی بيانيه كی په ډاګه كړی ده چی د ښاريزو پرضد دغه تورونه چی د خپلی مسلكی دندی له مخی يی په ډيرو سختو شرايطو كی د انسانانو د ژغورنی لپاره هڅی كړی، ډير احمقانه كار دی.
لوټر زياته كړه چی د بحرين له مسوولينو مو څو څو ځلی غوښتی دی چی د ډاكټرانو، ښوونكو او د بشر د حقوقو د فعالينو په شمول د خپلو ښاريزو د محاكمی لپاره له پوځی محكمی استفاده ونه كړی.
داسی ښكاری چی د بحرين ددولت موخه داده چی ددی هيواد خلكو ته دا پيغام وركړی چی د هر هغه چا پر وړاندی سخت چلند كوی چی د سياسی اصلاحاتو غوښتنه تعقيب كړی.
د تيری پنج شنبی په ورځ هم د بحرين په پلازمينی منامه بحرينی ميرمنو د واكمن رژيم د مخالفو لاريون كوونكو د نيولو او د هغوی پر وړاندی ددرنو حكمونو په اعتراض كی لاريونونه وكړل.
په عين حال كی د بحرين د بشری حقوقو د ځوانانو د ټولنی مشر((محمد المسقطی)) هم ټينګار وكړ چی په بحرين كی د ظالمانه حكمونو صادريدلو وښودله چی په هيواد كی د ډيموكراسۍ په نوم څه شتون نه لری.
د بحرين په پوځی محكمه كی د تيری پنج شنبی په ورځ يو اعتراض كونكی په اعدام او ۲۰ ډاكټران د رژيم پرضد لاريون كوونكو سره د مرستی او درملنی په تور په ۱۵ كاله بند محكوم شوی دی.
د تلی په ۴مه نیټه هم د بحرين سوله ييز ولسی اعتراضونو كی ۳۲ كسان په دولتی ضد لاريونونو كی د ګډون په جرم نيول شول په ۱۵ كاله بند محكوم شول.
870407
captcha